د هرات ولایت په ادرسکن ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له کبله د یوې کورنۍ ۸ غړو ژوند له لاسه ورکړ.
د هرات ولایت سیمه ییز چارواکي (یکشنبې د غبرګولي په ۱۱مه نېټه) وايي چې دغه پېښه له یوه باروړونکي موټر سره د کوچني موټر د ټکر له کبله رامنځته شوې ده.
د والي ویاند، جیلاني فرهاد څرګندوي دغه پېښه په ادرسکن ولسوالۍ کې د هرات ـ کندهار پر لویه لاره شوې ده.
په قربانیانو کې درې ماشومان، درې ښځې او یو سړی شامل دی او یو ماشوم هم ټپي دی.
ښاغلی فرهاد وايي چې ټول قربانیان د کاپیسا ولایت اوسېدونکي دي.
د هرات د والي ویاند څرګندوي چې د ټپي شوي ماشوم حالت نازک دی.