هرات ښار کې د یوه زرنج موټر سایکل دوې ځوانې سورلۍ ښځې د ناپېژاندو وسله والو لخوا وژل شوې دي.
د هرات سیمه ییز مسوولین نن(سې شنبې د زمري په ۲۱مه ڼېټه) وايي چې تېر ورځ د دغه ولایت حوض کرباس سیمه کې د یوه زرنج موټرسایکل دوې ځوانې سورلۍ ښځې د ناپېژاندو وسله والو لخوا په ډزو وژلې دي.
په همدې حال کې د هرات حوزوي روغتون سرطبیب عارف جلالي هم وايي چې روغتون ته دوه مړي وروړل شوي دي.
دی زياتوي چې پېښه کې د زرنج چلونکی ټپي شوی.
د مسوولینو په خبره له پېښې وروسته د بریدکوونکي له سیمې تښتېدلي دي او د پېښې لامل نه دی څرګند.