Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هرات کې د امر بالمعروف بنسټ پر جوړېدو د پارلمان غبرګون

هرات کې د ګازرګاه جومات د ملا امام مولوي مجیب الرحمان انصاري له خوا د «امر بالمعروف نهې عن المنکر»بنست جوړېدو د ولسي جرګې غبرګون راپارولی دی.

د ولسي جرګې ځينو استازو، د نن (شنبې د مرغومې په ۲۸مه) په عومي غونډه کې د دغې ادارې پر جوړېدو نیوکه وکړه.

له دې ډلې د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني وویل چې هېڅوک د شخصي قوانینو د رامنځته کېدو حق نه لري او هر ډول توندلاري د هېوادوالو لپاره د منلو وړ نه دی:«نه ښی او نه هم چپ افراطیت د خلکو لپاره د منلو نه دی. هغه څه چې په اساسي قانون کې دي، باید... تطبیق شوي نه شخصي قوانین.» 

ځينې نورو استازو هم هرات کې له ښځينه خبریالانو سره د دغه مولوي پر چلند نیوکه وکړه. دغه استازي وايي د محیب الرحمان د خبري ناستې د خبري پوښښ لپاره ښځينه خبریالانو ته د اجازې نه ورکول  یو ډول تبعیض دی او دا د منلو نه دی.

همداراز یې په خپله خبري ناسته کې ښځینه و خبریالانو ته اجازه ورنکړه؛ له دغه خطیبه نیوکې مخ په زیاتېدو شوې.

د ولسي جرګې غړې بلقیس روشن وايي:«حیف د هغې مور چې دغه (مولوي مجیب الرحمان) یې نړۍ ته راوستی. حیف د هغې ښځې چې ده ته اولاد زېږوي.»

دوه ورځې مخکې، په هرات کې ښځينه خبریالانې چې د مجیب الرحمان انصاري د خبري ناستې د پوښښ لپاره تللې وې، د دغه مولوي له خوا اجازه ورنه کړل شوه چې دغه غونډه تر خبري پوښښ لاندې راولي - خو نرینه خبریانو دغه غونډه پوښښ کړه.

مجیب الرحمان انصاري په دې وروستیو کې په ښار کې داسې تابلوګانې لګولي چې د ښځو او مدني فعالانو له خوا «له سپکاوي ډګې» بلل کېږي.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې ځينې نور غړي له مجیب الرحمان انصاري ملاتړ کوي او وايي چې، ښاغلي انصاري د اسلامي قوانین عملي کوي.

د ولسي جرګې غړی میرداد نجرابي په دې اړه وویل:«ځينې د علماو په هکله خبرې کوي اصلاً د خپلو سیاسي سازمانو په استازیوب د خپلو تفکراتو په پام کې نیولو سره، د دین د لارښونو پر خلاف غواړي د ځينو علماو شخصیت ترور کړي.»

د ولسي جرګې ځينې نور غړي له مجیب الرحمان انصاري ملاتړ کوي او وايي چې، ښاغلي انصاري د اسلامي قوانین عملي کوي.

شریک یي کړئ