Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هرات کې د داعش غړو فعالیت په تړاو د چارواکو اندېښنه

د هېواد لویدیځ هرات کې سیمه ییز چارواکي په دغه ولایت کې د داعش ډلې د فعالیت په تړاو اندېښنه لري.

د هرات والي، عبدالقیوم رحیمي نن(سې شنبې د مرغومې په ۳مه نېټه) طلوع نیوز ته وايي چې لنډ وخت کې داعش ډلې پورې تړلي کسان له ختیځو ولایتونو، دې ولایت ته راغلي او غواړي چې دغه ولایت کې خپل فعالیت پیل کړي.

هغه زیاتوي چې په وروستیو ورځو کې د داعش ډلې اووه غړي د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي دي.

ښاغلی رحیمي زیاتوي:«له طالبانو وروسته پروژه  ده. لکه څنګه چې له مجاهدینو وروسته پروژه، طالبان وو. اوس طالبان د ستونزې په حال کې دي او داعش رامنځته کېږي. دا کسان له ننګرهار او جلال باده خواره شوي دي.

په همدې حال کې د هرات ولایتي شورا غړي وايي داعش ډله هرات ولایت کې د پښې ځای پیدا کولو مخکې باید له منځه ولاړه شي.

د ولایتي شورا مرستیال، توریالی طاهري په دې اړه وايي:«دا د اندېښنې وړ ده. موږ هیله لرو چې له نیمګړتیاوو سره سره ملي پولیس او ملي اردو باید چې د داعش ډلې ځالې ژر له منځه یوسي. پرېنږدي چې هرات کې وده وکړي.»

د ولایتي شورا غړی، غلام حبیب هاشمي زیاتوي:«هرات کې د داعش په پټه کوم ځانګړی ځای نشته. که داعش ډله په هرات کې ورانکارې کړې ترسره کړي، باید چې مخه یې ونیول شي.»

همداراز هرات کې د مدني ټولنې غړي هم له امنیتي بنسټونو غواړي، څو دې مسلې ته پام وکړي.

هرات کې د مدني ټولنې فعال، سیداشرف سادات څرګندوي:«هیله لرو چې دولت په دې برخه کې جدي پام وکړي او خدای مکړه چې موږ داسې هېواد نه ووسو چې تل په جګړه کې ووسو. موږ باید د داعش ډلې د سمبالښت سرچینې وپېژنو.»

د هرات ولایت سیمه ییز چارواکي وايي چې د ملي امنیت کارکوونکو څه موده مخکې د داعش ډلې د خراسان څانګې مرستیال یې د هرات ښار ته نېږدې په ګذرې ولسوالۍ کې ونیوو.

د هرات والي وايي چې په دې وروستیو کې یې د داعش ډلې اووه غړي د ملي امنیت ځواکونو لخوا نیول شوي دي

شریک یي کړئ