Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هرات کې د کروناویروس اووه نورې مشکوکې پېښې ثبت شوې

د عامې روغتیا وزارت هرات کې د کرونا ویروس یوې مثبتې پېښې له ثبت وروسته، دغه ولایت کې نن(سې‎‌شنبې د کب په ۶مه نېټه) د اوو نورو مشکوکو پېښو له ثبتولو خبر ورکوي.

فیروزالدین فیروز طلوع نیوز ته وايي چې په یادو اوو کسانو کې دوې ښځې هم شاملې دي.

ښاغلی فیروز زیاتوي چې د مشکوکو کسانو معاینات کابل ته استول شوي او تر راتلونکو دولسو ساعتونو پورې به یې پایله ښکاره شي.

د عامې روغتیا وزیر، فیروزالدین فیروز تېره ورځ په  هېواد کې د کرونا ویروس یوه مثبته پېښه تایید کړه او زیاته یې کړه چې په هرات ولایت کې د دریوو شکمنو کسانو له ډلې یو یې د کرونا په ویروس اخته دی.

نوموړي کابل کې د کروناویروس د اندېښنو په تړاو خبري ناسته کې خبرې کولې زیاته کړه چې یاده پېښه پر وخت پېژندل شوې او اړین اقدامات یې په تړاو شوي دي.

ښاغلي فیروز همداراز هرات ولایت کې د کرونا ویروس د خپرېدو مخنیوي په موخه بېړنی حالت اعلان کړ.

د عامې روغتیا وزیر د اخته کس عمر ۳۵ کاله ښیې او وايي چې حالت یې ښه دی.

د عامې روغتیا وزیر وايي چې د یادو کسانو معاینات کابل ته استول شوي او تر راتلونکو ۱۲ ساعتونو پورې به یې پایله ښکاره شي

شریک یي کړئ