Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هرات کې د کرونا درې مشکوکې پېښې ثبت شوي

د عامې روغتیا وزارت وايي چې هرات ولایت کې د کرونا ویروس درې مشکوکې پېښې ثبت شوې دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مایار طلوع نیوز ته وايي چې د دغه پېښې د هرات هغو درې تنو اوسېدونکو چې په تازه ګۍ د ایران له قم ښار څخه راستانه شوي لیدل شوې دي.

د عامې روغتیا وزارت د ویاند په خبره، د دغو کسانو معاینات د څېړنې لپاره له هراته کابل ته استول شوي او د هغه پایله به ډېر ژر روښانه شي.

د ایران قم ښار په دې وروستیو کې د کرونا ویروس د خپرېدا شاهد و. د ایران د روغتیا وزارت د شمېرو پر بنسټ، تراوسه په دغه ښار کې پنځه تنه د کرونا ویروس له امله مړه شوي او ۲۸ تنه نور یې پر هغه ککړ دي.

د کرونا وژونکی ویروس چې کابو دوه میاشتې مخکې د چین په ووهان ښار کې رامنځته شو، تراوسه د نړۍ څه باندې ۲۵ هېوادونو ته خپور شوی دی.

چین کې د دغه ویروس د قربانیانو شمېر څه بااندې دوه زره تنو ته رسېدلی دی. 

شریک یي کړئ