Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هرات کې د کرونا درې نورې مثبتې پېښې هم ثبت شوې دي

د عامې روغتیا وزیر فېروز الدین فېروز هرات کې د کرونا وژونکي ویروس د درې نورو مثبتو پېښو له ثبتېدو خبر ورکوي. چې له دغو درې پېښو سره په افغانستان کې د کرونا د ویروس د مثبتو پېښو شمېر څلورو هغو ته لوړېږي. 

ښاغلي فېروز چې نن له غرمې مخکې (شنبې د کب په ۱۷مه) کابل کې یوې خبري ناستې ته وینا کوله، وویل چې په هرات او د افغانستان په نورو ولایتونو کې د دغه ویروس د خپرېدا د مخنیوي لپاره ډېرې تابیاوې نیول شوې دي.

هغه زیاته کړه چې ټاکل شوې سره له سبا، په هرات ولایت کې د عمومي سرتړلو مرکزونو د دواپاشۍ بهیر پیل شي.

د روغتیا وزیر د هرات له اوسېدونکو وغوښتل چې عمومي مرکزونو لکه عمومي حمامونو، د ودونو تالارونو، سپورټي ځایونو او روزنیزو ځایونو ته له تګه ډډه وکړي.

ښاغلي فېروز ټینګار وکړ چې یو روغتون په هرات او بل ۲۰۰ بستریز روغتون هم په کابل کې د کرونا پر ویروس د اخته کسانو لپاره ځانګړی شوی دی.

په هرات ولایت کې د کرونا ویروس لومړنۍ مثبته پېښه، کابو دوه اوونۍ مخکې ثبت شوه. په دغه ویروس ککړ کس د ایران له قم ښار څخه راستون شوی و.

شریک یي کړئ