د هرات ولایت ځايي چارواکي وايي چې د هرات په ښار کې د یوې چاودنې په ترڅ کې دوه ماشومان وژل شوي او ۱۰ تنه نور ټپيان دي.
د هرات د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالاحد ولي زاده په دې اړه طلوع نیوز ته وویل چې دغه چاودنه نن مازدیګر د پنځه نیمو بجو په شاوخوا کې (پنجشنبې د زمري په ۱۸ مه) د هرات ښار د لومړۍ حوزې په اړوند د «قول اردو» په سیمه کې رامنځته شوې ده.
ویل کېږي چې دا چاودنه په دغه ولایت کې د ولسي پاڅون کوونکو پر یوه قومندان د ځانمرګي برید له امله وه.
د پېښې شاهدان وايي چې د ولسي پاڅون کوونکو دغه قومندان ټپي شوی دی.
تراوسه کومې ډلې د دغې چاودنې پړه نه ده منلې.