د هرات ولایت سیمهییز چارواکي په دې ولایت کې د افغان هوايي ځواکونو بریدونو په پایله کې د ۱۵ وسلهوالو وژل کېدو خبر ورکوي.
د هرات د والي ویاند، جیلاني فرهاد وايي افغان ځواکونو په زروخ ولسوالۍ کې پوځي عملیات کړي چې د طالبانو ۹ قومندانانو په ګډون ۱۵ تنه وژل شوي دي.
ښاغلی فرهاد زیاتوي چې د افغان ځواکونو بېلو عملیاتو په ترڅ کې د غوریانو لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال، ملا عبدالرحمن له خپلو پنځو ملګرو سره وژل شوی دی.
د هرات د والي د ویاند په خبره د اوبې او پښتون زرغون ولسوالۍ یو شمېر سیمې د طالبانو له شتون نه پاکې شوې دي.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.