پر افغانستان د سره پوځ برید پرمهال راغلی روسي سرتېري لا هم هرات کې ژوند کوي او وايي چې خپل هېواد ته د تلو هیله نلري او هېڅ کله به روسیې ته ولاړ نشي.
ده وايي کله چې یې په پوځي کې دنده ترسره کوله ټپي شو او د مجاهدینو لاسته ولوېد، خو وروسته له هغې یې د اسلام دین ومانه او خپل ژوند یې افغانستان کې له مینې سره پیل کړ.
د نوموړي اصلي نوم خاکيموف دی خو وروسته له مسلمان کېدو یې نوم عبدالله ته اړولی، په هرات کې له یوې افغانې ښخې سره واده کړی او یوه لور لري.
خاکيموف وايي:«د شینډنډ په یوه سیمه کې ټپي شوم، یوه مرمۍ مې په سر ولګېده خو ماغزو ته مې د ننه نشوه، کله چې راتاو شوم، بله مرمۍ مې په شا ولګېده او ولوېدم.»
دی وړاندې وايي:«له ټپي کېدو وروسته مې له پوځ سره اړیکه پرې شوه دا یې لامل وه چې په افغانستان کې پاتې شوم، او وروسته مسلمان شوم او پرېکړه مې وکړه چې بېرته لاړ نشم او ډېر خوشاله یم چې مسلمان شوم او افغانستان کې پاتې یم او افغانستان سره مینه لرم.»
دی وايي چې څو ځله یې کورنۍ ورپسې راغلې چې له ځانه سره یې روسیې ته بوځي، خو دی په هرات کې خواشه دی او خپل هېواد ته نه ستنیږي.
خاکېموف وايي، یوه ورځ د افغانستان خلکو پر وړاندې جنګېدو، او اوس ځان د هغوی یوه برخه بولي.
د خاکي موف خواښې وايي:«هغه ډېر مهربان دی او ښه اخلاق لري، له هغه وخته چې سره خپل یوو، ترې مو بدي نه ده لیدلې.»
د خاکيموف مېرمن، جمیله هغه ډېر مهربان بولي او زیاتوي:«خاوند مې ډېر مهربان دی او د کورنۍ ټولو غړو سره مینه لري، او یوه ځانګړنه یې مېلمهپالنه ده.»
په داسې حال کې چې سور پوځي کابو ۲۸ کاله مخکې له افغانستان څخه ووت، خو یو شمېر سرتېري یې له مجاهدینو سره په بند کې پاتې شول. اوسمهال د هرات ولایت په شنډنډ، ادرسکن او هرات ښار کې درې روسي سرتېري ژوند کوي چې خپل هېواد ته نه دي ستانه شوي.