Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هرات کې سېلاوونو د ۱۰ تنو ژوند اخیستی

د هرات والي د رسنیو دفتر نن (سې‎شنبې د کب په ۲۸ مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه ولایت په ولسوالیو کې د سېلاوونو د راتلو له امله ۱۰ تنه وژل شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې دغو سېلاوونو د غوریان ولسوالۍ کې څلور ښځې، د کوه زور په ولسوالۍ کې یو ماشوم، دوه ماشومان د رباط سنګي په ولسوالۍ کې، دوه سړیان د زنده‎جان او یو سړی هم د هرات په ښار کې وژلي دي.

خبرپاڼه کې همدارنګه راغلي چې د دغو سېلاوونو له امله د رامنځته شویو زیانونو د څېړنو لپاره د حکومت څېړونکې ډلې سیمې ته استول شوې دي.

له دې مخکې، د ملګرو ملتونو سازمان د بشرپاله‎ مرستو د همغږۍ دفتر په خپل نوي رپوټ کې ویلي وو چې د هېواد په سوېلي ولایتونو کندهار او هلمند کې په زرګونه کورنۍ د سېلاوونو د راوتو له امله زیانمنې شوې دي او بشپرپاله مرستو ته اړتیا لري.

په دغه رپوټ کې ویل شوي چې څلور زره او ۶۹۸ کورنۍ او ۳۳ زره تنه په ګوته شوي چې بشرپاله مرستو ته اړتیا لري.

د دغه رپوت پر بنسټ، یو زره او ۸۵۵ کورونه ویجاړ شوي او دوه زره او ۸۴۱ کورونه د هېواد په سوېلي ولایتونو کې زیانمن شوي دي.

په فراه ولایت کې هم درې زره او ۲۰۵ کورنۍ د سېلاوونو د راتلو له امله زیانمنې شوې دي او بشرپاله مرستو ته اړتیا لري.

شریک یي کړئ