Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هرات کې پر یوې ۱۲ کلنې نجلۍ ډله‎ييز جنسي تېری شوی

په هرات ولایت کې پر یوې ۱۲ کلنې جلۍ تېرۍ یشوی دی، د یادې جلۍ کورنۍ وايي لور یې د جمعې په ورځ له کوره وتلې وه ، خو د ذهني اختلال له کبله د کور لاره ورنه غلطه شوې وه او له لارې تښتول شوې او  ډله ییز تیری پرې شوی دی.

د هرات پولیس وایي، تراوسه د پیښې عاملین نه دي نیول شوي.

د ماشومې مور: «دا مسلماني هېواد دی چې ماشوم له کوره وځي او پرې تېری کېږي. لومړی دې خدای ورته جزا ورکړي او بیا له دولت څخه غوښتنه کوم چې د تیري‎کوونکي ونیسي او جزا ورکړي.»

د هرات د مرکزي روغتون ډاکټران وایي، دغه ماشومه په لومړیو کې د ډېرې خونرېزي له کبله د هرات زېږنتون ته لېږدول شوې وه خو اوس یې د مرکزي روغتون د رواني روغتیا په څانګه کې درملنه کیږي. 

د ډاکټرانو په خبره دغې ماشومې دومره رواني کړاو لیدلې چې اوس د نرانو په لیدو چیغې وهي او له هغوی نه وېرېږي.

ډاکټر، وحید نورزاد څرګندوي:«در هغې چې دا جلۍ ژوندۍ ده، دا به یې تر ټولو کرکجنه او ترخه خاطره وي، ښايي لا ډېر رواني اختلال ورته پیدا شي او پر ژور خفګان اخته شي، ځکه چې دا پېښه ډېره سخت وه، تر هغې چې دا ماشومه بې‎اختیاري لري.»

د هرات پولیس تراوسه نه دي توانیدلي چې د دغې پیښې عاملین ونیسي.

د هرات د پولیسو ویاند، عبدالااحد ولي‎زاده زیاتوي:«څو ورځې مخکې وروسته له اختطاف د هرات پنځمې امنیتي حوزې سیمه کې دا جلۍ پیدا شوه او وروسته د هرات حوزوي روغتون ته وليږدول شوه، پولیسو په دې اړه څېړنې پيل کړې دي.» 

په هرات کې دا لومړی ځل نه دی چې پر ماشومانو جنسي تیری کېږي.

په دغه ولایت کې د ښځو د حقونو یو شمېر فعالان وایي، په ټولنه کې ناامنۍ او ناخوالۍ د ورته پیښو لامل دي.

د ښځو د حقونو فعاله، ماریا بشیر څرګندوي:«لکه څنګه چې موږ د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي منع قانون»

د شمېرو له مخې په هرات کې د روان لمرېز کال له پیل راهسې تراوسه د دغه ولایت په مرکزي روغتون کې پر ماشومانو د جنسي تیري ۷ قضیې ثبت شوې دي.

د زیان‎منې ماشومې کورنۍ وایي، چې لور یې تښتول شوې او بیا پرې ډله‎ييز تېرۍ شوی دی، دا کورنۍ له دولت څخه غواړي چې د پېښې عاملین د قانونو منګولو ته وسپاري

شریک یي کړئ