د هرات ولایت سیمهييز چارواکي وايي چې په دې ولایت کې د افغان ځواکونو او طالب وسلهوالو ترمنځ نښته شوې ده.
دا چارواکي زیاتوي چې په دې نښته کې درېیو افغان سرتېرو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د دې چارواکو په خبره په نښته کې ۷ طالب وسلهوال هم وژل شوي دي.
د هرات سیمه ییز چارواکي وایي، دا نښتې ترهغه وروسته وشوې چې د امنیتي ځواکونو یوه ډله د هرات په چشت ولسوالۍ کې د طالبانو له کمین سره مخ شوه.
یاد چارواکي همداراز زیاتوي چې، په دې پيښه کې اته امنیتي ځواکونه ټپيان شوي هم دي.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.