Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هسکې مېنې چاودنې د ۷۲ وژل شویو کسانو له ډلې ۲۷یې زده کوونکي وو

د ننګرهار د پوهنې ریاست مسوولین وايي د دغه ولایت هسکې مېنې ولسوالۍ د جودرې سیمې په یوه جومات کې د تېرې جمعې(د تلې په ۲۶مه نېټه) برید په ۷۲ وژل شویو ملکي کسانو له ډلې ۲۷ یې د ښوونځي زده کوونکي وو.

دغه مسوولین زیاتوي چې په پېښه کې ۱۶زده کوونکي ټپیان شوي وو.

د ښوونځي دولسم ټولګي زده کوونکی، اتلس کلن سباون د ننګرهار د هسکې مېنې ولسوالۍ د جودرې کلي هغه اوسیدوونکی دی چې د برید پرمهال جومات کې وو، نوموړی په برید کې سخت ټپی شوی دی.

هغه وايي چې له بریده وروسته د کلي مېرمنو د خاوره له لاندې راویستلی دی.

سباوون زیاتوي:«جومات ته راغلی وم. کله چې ټول تللي وو ښځې راغلې وي، او زه یې د خاورو لاندې راویستم، ما هم ورته چیغې کړې چې ما وباسئ، او هغوی راغلې زه یې پورته کړم.»

واييد جودرې کلي اوسیدوونکی، نعمت الله چې ورور یې د کورنۍ څلور غړي له لاسه ورکړي‎ څرګندوي:«موږ یوازې امنیت غواړو، موږ به په ځمکه څه کووم، زما ورور څلور د کورنۍ غړي له لاسه ورکړي. زه یوازې امنیت غواړم، د سر غم اخیستي یوو بس.‎»

په پيښه کې ټپي شوی زده کوونکی، طاهر داسې وايي:«زموږ اصلي غوښتنه سوله ده، غریبي ده وي، نه مو پیسې په کار دي، نه غچ، یوازې یو ګیلاس اوبه او ډوډۍ دي وي، سوله غواړو نور به له دولت نه څه اواغواړو.»

په ورته مهال د جودرې کلي اوسیدوونکي د پيښې د څېړولو غوښتنه کوي او ټینګار کوي چې حکومت دې د سیمې امنیت خوندي کړي.

جودرې قومي مشر، سید ولي خان زیاتوي:«تحقیقات دې وکړي، موږ له دولت سره یوځای شوو، اوس دې څېړنې وکړي او ګرم کس دي خلکو ته وروپېژني.»

 د ننګرهار د پوهنې ریاست مسوولین وايي د هسکې مېنې د چودرې کلي په جومات کې شوي برید کې د ښوونځیو ۲۷ زده کوونکی وژل شوي دي او تر شپاړاسو نور ټپیان دي.

ننګرهار د پوهنې رییس، حسیب الله شینواری وايي:«له بده مرغه د هسکې مېنې په پېښه کې ۲۷ زده کوونکي وژل شوي، او دوه ښوونکي هم وژل شوي. بله دا چې ټول وژل شوي زده کوونکي د کم عمر ماشومان دي چې له لومړي ټولګي نیولي تر پنځمه پورې په زده کړو پوخت وو.»

د تیرې جمعې په ورځ د ننګرهار د هسکې مینې په چودرې کلي جامع جومات کې شاوخوا ۷۲ تنه وژل شول او ۳۵ تنه نور به کې ټپیان شول . خو تروسه پورې د پيښې پړه کومې وسلوالې ډلې پرغاړه نه ده اخیستې .
 
د ننګرهار ولایت هسکې مېنې ولسوالۍ د جودرې سیمې په یوه جومات کې د تېرې جمعې(د تلې په ۲۶مه نېټه) برید په ۷۲ووژل شول

شریک یي کړئ