Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هغه نجلۍ چې په بلخ کې پرې جنسي تېری شوی د عدالت غوښتونکې ده

په بلخ ولایت کې د هغې۱۴ کلنې نجلۍ کورنۍ چې د دوو ځوانانو له خوا پرې جنسي تېری شوی دی له حکومت څخه د عدالت غوښتنه کوي.

هغوی وايي چې پر دغې نجلۍ د تېرې تورنو ته باید سزا ورکړل شي او په دې برخې کې عدالت پلی شي.

دوي په لسګونه کیلومتره لاره وهلې او دمزارشریف څارنوالۍ ته ورغلي ترڅو د عدالت غوښتنې غږ پورته کړي.

د دغې نجلۍ انا وايي: "زموږ په حق کې ظلم شوی دی زوی جانه؛ظلم شوی موږ دغې دروازې(د مېرمنو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي څارنوالۍ) ته راغلي وو،د خدای لپاره زموږ د عرض پوښتنه وکړی؛که چېرې عرض محکمې ته ورسېږي ولې دا شان وشي".

دغه مېرمن چې د شولګرې ولسوالۍ د قلندرخیلو کلي اوسېدونکي دي.

هغوي وايي دغه څوارلس کلنه نجلۍ چې د اوم ټولګي زده کونکې وه د دوو ځوانانو لخوا پرې تېری وشو خو څوک د دوی غږ نه اوري.

د دغې نجلۍ پلار د تراکتورچلونکی دی او وايي د شپې چې په کور کې نه و دوه ځوانان د ذبیح او بصیر په نامه دغې پېښې تورن د شپې ۱۰ بجې د هغه لور تښتولې او تېری یې پرې کړی.

د دغې نجلۍ پلار له اوښکو ډکو سترګو وايي: "د تاوتریخوالي د مخنیوي څارنوالۍ ته مې عرض وکړ همدلته مو خپله عریضه وړاندې کړې ده ترڅو زموږ غږ واورېدل شي".

هغه زیاته کړه: "۲ تنه چې دواړه یې مېرمنې لري او کورودانې لرې دا شان کار یې وکړ".

د دغې نجلۍ پلار زیاتوي چې پر دغې نجلۍ شل ورځې مخکې تېری شو ویل کېږي چې یو تېري کوونکی د شولګرې ولسوالي د جنایي د مدیر د تره زوی دی له همدې امله هڅه شوې چې د هغه دوسیه وساتل شي خو بالاخره دغه نجلۍ د عدالت غوښتنه کوي.

هغه نجلۍ چې پرې جنسي تېری شوی دی وايي: "هغوی باید خپله سزا وویني چې هغوی په توره شپه کې په یوې دښتې او مېرې کې وځورولم،دواړه باید په خپلې سزا ته ورسېږي".
د بلخ ولایت د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي د څارنوالۍ رییس وايي سږ کال د دوی په دفتر کې د جنسي تاوتریخوالي ۱۶ پېښې ثبت شوې او ډېری عاملین یې سیمه‎يیز زورواکي دي.

د بلخ ولایت د مېرمنو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي څارنوالۍ رییس فوزیه حمیدي وايي: "ډېری دوسیې د زورواکو دي چې دلته قومندانان دي چې تر اوسه هم وسلې په لاس کې لري،د خپل د زورواکۍ لاسوهنه کوي،خو خلک جرأت نه شي کولای چې خپل غږ پورته کړي او هر فشار چې راشي قبول وي یې".

د بلخ پولیس د تېری کوونکي د نیولو لپاره د هڅو خبره کوي.

د بلخ د پولیسو قومندان جنرال سید کمال سادات وویل: "د دغې پېښې په تړاو مو دوه تنه نیولي دي د دوی د خپلوانو له ډلې څخه دي".

داسې اندېښنې شته که تېري کوونکي ونه نیول شي او محاکمه نه‎شي دې ته ورته پېښې به تکرار شي.

په بلخ ولایت کې د هغې۱۴ کلنې نجلۍ کورنۍ چې د دوو ځوانانو له خوا پرې جنسي تېری شوی دی له حکومت څخه

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه