Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هلمند اوسېدونکي: هوايي بريد ګڼ ملکي وګړي وژلي

په هلمند ولایت کې د ګرمسېر ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، تېره شپه په هوايي بریدونو کې د یو ټپي ماشوم د کورنۍ ټول غړي او خپلوان وژل شوی دی. 

د هلمند مرکزي روغتون ته د سوځېدلي ټپي راوړل شوي ماشوم، ماما وايي، د کورنۍ ټول غړي يې او خپلوان يې وژل شوي چې شمېر يې تر ۳۰ تنو رسېږي.

د دې ماشوم ماما محمد الله د طلوع‌‌نیوز ځايي همکار ته وویل، چې کورته يې نږدې د طالبانو موټر راغلی و، چې په هوايي برید کې دغه کور په نښه شو. 

هغه وویل: «د شپې نهه بجې وې، چې بمبار وشو، کور ته نږدې د طالبانو یو موټر راغلی و، بیا برید پرې وشو او په دې کور کې ۳۰ تنه ښځې او ماشومان ووژل شول، یوازې دغه ماشوم ژوندی پاتې شوی دی، هغه هم ټپي دی.»

د ټپي ماشوم بل خپلوان احمدالله وايي، دې کور کې د کور خلک او څو تنه راغلي مېلمانه ټول وژل شوي دي: «دې کورته نور مېلمانه هم راغلي و، نهه بجې به وې، چې بمبار پرې وشو او ټوله کورنۍ يې تبا شوه ټول ووژل شول.»

فدامحمد بیا وايي چې حکومت دې د ملکي وګړو له وژلو لاس واخلي: «موږ له حکومت څخه غوښتنه کوو، چې دا ډول بمباري او د ملکي بېګناه کسانو له وژلو لاس واخلي.»

د هلمند ځايي چارواکي هم ګرمسېر کې د شپنیو عملیاتو پخلی کوي او مني چې ملکي تلفات هم اوښتي دي، خو د دقیق شمېر په اړه يې څه نه دي ويلي. 

د هلمند والي محمد یاسین دا هم وویل، چې دلته ډېر طالبان پر ګرمسېر ولسوالۍ د برید لپاره را ټول شوي و، چې هوايي ځواکونه پرې برید وکړ. 

هغه وړاندې زیاته کړه: «د وسله والو طالبانو یو شمیر لوړ پوړي چارواکي د هوايي ځواکونو تر څار لاندي و، کله چي يي برید پرې کړی دی نږدې ملکي کورونه هم و او دواړو لوریو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.»

طالبانو په پېښه کې د اتلسو ملکي وګړو د وژنې خبر ورکړی دی، خو د خپلو تلفاتو په اړه يې څه نه دي ويلي. 

دا په داسې حال کې دی چې دوه ورځې وړاندې (یک‌شنبه، د لېندۍ ۴مه) هم د هلمند ځايي چارواکو په هوايي برید کې د ۱۶ تنو ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې خبر ورکړ. 

پېښه د نادعلي ولسوالۍ په لوی مانده سیمه کې وشوه چې یو کور پکې بشپړ ویجاړ شو. 

د پېښې د قربانیانو یو خپلوان حاجي محمد جان وویل، عبیدالله جان او د هغه زوی وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان يې روغتون ته را رسولي دي. 

هغه زیاته کړه: «د دې شهید نوم عبیدالله جان دی، یو دی دی یو يې زوی دی، دا دوه شهیدان شوي او هغه ۱۴ يې هغه دي روغتون کې پراته دي.»

 د عبدالباقي په نوم یو بل تن وویل: «مخالفین هم د خلکو له کورونو د سنګر او سپر په توګه کار اخلي، چې نتېجه کې يې دغسې پېښې رامنځته کېږي.»

د هلمند ځايي چارواکو هم د پېښې پخلی وکړ، د والي ویاند عمر ځواک زیاته کړه، چې په پېښه کې د یوې کورنۍ د ماشومانو او مېرمنو په ګډون ۱۴ تنه ټپیان شوي او دوه نور وژل شوي دي. 

هغه وویل: «په سیمه کې د مخالفو وسله‌والو او امنیتي ځواکونو تر منځ جګړه شوې ده، د پېښې د څېړلو لپاره پلاوی ټاکل شوی دی.»

نادعلي کې د دوه ورځې وړاندې ملکي تلفاتو د څېړنې پایلې لا نه وې په ډاګه شوې، چې د ګرمسېر کې پورته پېښه وشوه. 
 
محمدالله وايي: «د شپې نهه بجې وې، چې بمبار وشو، کور ته نږدې د طالبانو یو موټر راغلی و، بیا برید پرې وشو او په دې کور کې ۳۰ تنه ښځې او ماشومان ووژل شول.»

شریک یي کړئ