Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هلمندي دیني عالمان او مدني فعالان روژې میاشت کې اوربند غواړي

هلمند کې دیني عالمانو، ځوانانو او مدني فعالانو د یوه لاریون په ترڅ کې د روژې په میاشت کې په هېواد کې د جګړې له دواړو غاړو د اوربند غوښتنه کوي.

 د لاریون یو ګډونوال هم عبدالحق دی چې تېر کال یې دوه زامن د ماین په چاودنه کې له لاسه ورکړي او نوموړی نور په هېواد کې د وژنو بندېدل غواړي.

عبدالحق وايي که د جګړې دواړه غاړې سوله وکړي، نو زه به د خپلو زامنو وینه وبخښم.

دی وايي:«زما دوه زامن تېرکال په شاه ول سیمه کې خپل کار ته پر لاره وه چې د سړک غاړي ماین ورباندي چاودنه وکړه او دواړه ځای پرځای ووژل شول، دا سیمه ټوله د طالبانو په لاس کي وه، زه دا نه وایم چي زما زامن به د چا په ماین کي وژل شوي وي، خو که چېرې دواړه غاړې کښیني او وسله وغورځوي، زه اماده یم چي د زوی د قتل عاملین وبخښم.»

همداراز لاریون کې ګډون کوونکي دیني عالمان، سپین ږیري، ځوانان او مدني هم د جګړې د پای او ا وربند غوښتنه کوي.

مدني فعال، نظر محمد رودي څرګندوي:«د روژې مبارکې میاشتې په احترام د واړو غاړو څخه غوښتنه کوو چې اوربند دې وکړي تر څو د دې اوربند له لارې د سولې د خبرو لپاره ښه زمینه برابره شي.»

همداراز بل مدني فعال، عبدالحق ځواکمن زیاتوي:«دې څلویښتو کلنو جګړو زموږ هېواد کې ګونډیاني، یتیمان پیدا کړه نور بس دي. د قران په لحاظ دا خلک چي نن راوتلي دي دا ټول د سولې ارمان‎جن دي، موږ نن تاسو ته قران شریف شفیع کوو چې نور جګړه بس کړئ او اوربند وکړئ.»

همدارنګه دیني عالمان هم وايي په روانو جګړو کې ډېرو خلکو خپل د کورنۍ غړي له لاسه و رکړي دي او نور له جګړو ستړي دي.

دیني عالم، جنت ګل په دې اړه وايي:« په دې روژه کې الله(‎ج) د دوزخ دروازې بندې او د جنت دروازې خلاصې ساتلي دي، نو دوی دې نور له جګړي لاس واخلي او خپلو کورونو ته راشي. نور دې جګړه نه کوي او نور دې د ورونو ویني نه بهوي.»

بل دیني عالم، عبدالبشیر زیاتوي:«پر لحاظ د خدای او قران نور دې دا مظلوم او بیچاره اولس نه وژل کیږي، نور دې د وینو بهیدل بند کړل شي او نور مو وینه بهیدل نه ده خوښه.»

د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې په اړه مذاکرات اوس د نړۍ په کچه مطرح شوې ده او د هېواد هم د بیلابیلو خوځښتونو په وسیله د سولي او اوربند غوښتنه کوي.

عبدالحق چې تېر کال یې د ماین په چاودنه کې خپل دوه زامن یو ځای له لاسه و رکړي، وايي که د جګړې دواړه غاړې سوله وکړي، نو زه به د خپلو زامنو وینه وبخښم

شریک یي کړئ