Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هلمندیانې هم د سولې غوښتونکو له کاروان سره یوځای شوې

د هېواد په جنوب کي د وسله والو طالبانو په نفوذ لرونکي ولایت هلمند کي د لومړي کال د درېیمي ورځي موټر بم وروسته له لښکرګاه تر موسی کلا شعار لاندي د تحصن خیمه و دروله ، او نن د نارینه وو تر څنګ یو شمېر ښځو هم د سولې غوښتني په موخه خیمه ودروله.

په لښکرګاه ښار کي له لښکرګاه تر موسی کلا شعار لاندې ښځې او ځوانان راغونډ شوي او غواړي ترڅو د سولې پیغام د سنګین او موسی کلا  طالبانو ته ورسوي.

په لښکرګاه ښار کي د ورزشي لوبغالي مخ ته د موټر بم چاودنې وروسته یو شمېر کسانو خیمه ودروله او غواړي چې د سولې پیغام رسولو په موخه د پنجشنبي په ورځ د وسله‎والو طالبانو تر مرکزونو ورسېږي.

دغه ښځي وايي د جګړو له امله ډېرې زیانمني شوې دي، او د جګړي د اوربند او سولې په موخه يي د نارینه‎وو تر څنګه خیمه ودروله.

اعتراض کوونې حسنیه احساس په دې اړه وویل:« موږ ټول زورېږو په دې تولنه کې او موږ تر ټولو ډېر زیان لیدلی دی خوندې مندې ورورڼه او خاوندان مو په دې لاره کې له لاسه ورکړي دي او موږ پدي حرکت کي د خپلو وړونو تر څنګ ولاړ یوو.»

بله اعتراض کوونکې شازینه هم وايي:« موږ غواړو چي زموږ په ولایت او هېواد کې ارامي راشي او نور جنګونه بس شي موږ ډېر شهدان ورکړي زه اول د خدای او دویم له ستاسو دا هیله لرم چي نور نو سوله وکړي د خدای پر نوم د قران پر نوم نوره سوله وکړئ.»

دغه سوله غوښتنوکي ښځي څرګندوي د رواني جګړې له امله يې د کورنۍ غړي له لاسه ورکړي دي او بي سرپرسته پاته شوي، د دوي په خبره  لومړی له حکومت او بیا له طالبانو د سولي کولو غوښتنه کوي او په‎دې حرکت کې به د نارینه‎وو تر څنګ تر موسی کلا ولسوالۍ ځي او طالبانو ته د سولې پلو غوړوي.

اعتراض کوونکې زرغونه څرګندوي:« موږ خوشحاله یوو چې سوله راشي او د دواړو لوریو وینه تویول بند شي دا د نورو هېوادونو جګړه ده.»

یوه بله اعتراض کوونکې اناره هم وايي:« زموږ کورونه او جایدادونه برباد شول ، که څوک جنګ کوي د بهرنیانو سره دي وکړي نور دې موږ نه کونډې کوي او نور دې موږ د خپلو اولادونو په وژلو سره نه ژړوي.»

که څه هم د هېواد په نفوذ لرونکي ولایت هلمند کې ولسي مېرمنو او نارینه‎وو، د سولې غوښتني حرکت پیل کړي دي او غواړي تر موسی کلا ولسوالی ولاړ سي خو تر دې دمه وسله‎والو طالبانو د یاد حرکت په اړه څه نه دي ویلي.

شریک یي کړئ