Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هلمندیان په یوه غږ اوربند غواړو اوربند

د هلمند ولایت په سلګونه تنه چې ښځې هم په کې شاملې دي، د دغه ولایت مرکز لښکرګا ښار واټونو ته راوتلي او د طالبانو لخوا د الفتح عملیات او د حکومت د خالد په نوم امنیتي پلان غندي او په یوه اواز اوربند غواړي.

د هلمند دغه اوسېدونکي وايي چې جګړه په هېواد کې تر ډېره له ولسي وګړو قرباني اخلي او باید بای ته ورسېږي.

دغه لاریونوال ټينګار کوي چې ښکېلې غاړې دې لږ تر لږه د روژې په مبارکه میاشت کې دې اوربند وکړي.

یو له دغو لاریون کوونکو وايي:«موږ یو ځل بیا د اوربند غوښتونکي شوي یوو او دواړه عملیات غندو.»

یو بل له دغو لاریون‎والو څرګندوي:«هغه میندې چې (لاریون ته) راغلي او خپل اولادونه یې په ملي پوځ او طالبانو کې له لاسه ورکړي، د اوربند غوښتونکي دي او له جګړې ستومانه شوې دي.» 

په دغه لاریون کې هغو ښځو هم ګډون کړی وو چې خپلوان یې په جګړو کې له لاسه ورکړي. هغوی د دغو وژل شویو د عکسونو له لېږد سره، هېواد کې د جګړې د درېدو غوښتونکي شول.

ستاره (مستعار نوم) وايي چې موده وړاندې یې خاوند په جګړو کې وژل شوی. هغه وايي له دې امله یې په لاریون کې ګډون کړی چې نه غواړي نورې مېرمنې د هغې له برخلیک سره مخ شي.

هغه زیاتوي:«موږ شهید ورکړی او اوس څو یتیمان لرم، او هېڅ هم نه‎لرم.»

دا په داسې حال کې ده چې طالب اورپکو تېره اوونۍ د الفتح په نامه خپل پسرلني عملیات اعلان کړل. خو حکومت هم موده وړاندې د خالد په نامه د ۱۳۹۸ کال امنیتي پلان اعلان کړ.

هلمندیان په یوه غږ اوربند غواړو اوربند

په دغه لاریون کې هغو ښځو هم ګډون کړی وو چې خپلوان یې په جګړو کې له لاسه ورکړي دي. هغوی د دغو وژل شویو د عکسونو له لېږد سره، هېواد کې د جګړې د درېدو غوښتونکي شول.

شریک یي کړئ