Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هلمندۍ نجلۍ؛ ناوړه دودونو یې ښځو ته د خدمت مخه نه ده نیولې

صدیقه صدیقي د ۱۲ ټولګي زده کوونکې ده او په هلمند کې اوسېږي، هغې په یاد ولایت کې ښځو ته د سینګار، خیاطي او انځورګرۍ زده کړې مرکز جوړ کړی چې د ورځې نېږدې ۱۵۰ ښځې په بېلابېلو وختونو کې زده کړې کوي.

هغه وايي چې د خپلو فعالیتونو د دوامداره ساتلو لپاره یې د ټولنې د ناوړه دودونو سره مبارزه کړي ده او غواړي چې د هلمندي مېرمنو په ژوند کې مثبت بدلون راولي.

صدیقه صدیقي زیاتوي:«خپله پدې ویاړم چې په هلمند کې مې داسې فعالیت پیل کړی دی او هیله لرم چې ټولې هلمندۍ مېرمنې دا ډول فعالیتونه تر سره کړي، موږ چې کله کوم ځای ته ځو هغوی تعجب کوي او وايي د هلمند ښځې هم خبرې کولی شي، ایا دوی هم فعالیتونه لري، په حقیقت کې هلمند داسې دی چې تر پخوا ښه شوی او هلمندۍ مېرمنې هم ښې لاسته راوړنې لري.»

صدیقه په هلمند کې خپله هم د ناوړه دودونو ښکار شوې ده او اړه شوې ده چې په لښکرګاه ښار کې د ښځو لپاره د ځانګړي خوړنځي پرانیستو وروسته، د خوړنځي دروازه وتړلي.

خو نوموړې د خپلې کورنۍ ملاتړ ګټور بولي:«پلار مې تل زه تشویقولم، که مې پلار نه واي ما دا فعالیتونه نشو تر سره کولای، ما څو ورځې وړاندې په هلمند کې د ښځو لپاره یو ځانکړی د خوړنځای فعاله کړ، نو د هلمند ټولنه د دې سبب ښوه، چې زه دا خوړنځای وتړم، که کورنۍ د خپلو ښځو ملاتړ وکړي ښځې اړتیا نلري چې مبارزه وکړي.»

یو شمېر نجونې چې د صدیقې له لورې د ښځو زده کړیز او هنري جوړ شوي مرکز کې زده کړې کوي وايي چې په یاد مرکز کې کار کول له دوی سره مرسته کړې.

د هنري مرکز زده کوونکې افسانه په دې اړه وايي:« دلته ډېری نجونې دي چې په بیلا بیلو برخو کې زده کړې کوي، هغه که د ارایش برخه وي، که د خیاطی او یاهم بل څه دلته موږ ته د دغه کارونو زمینه برابره ده.»

د هنري مرکز زده کوونکې، زویا څرګندوي:«‎موږ خوښ پدې یو چې دلته ټول ښځې دې، مخکې داسې ځای دلته نه وو.»

د هنري مرکز زده کوونکې، مرسل زیاتوي:«‎موږ غوښتنه کوو، تر څو کورنۍ خپلو ښځو ته اجازه ورکړي تر څو د خپل خوښې وړ مسلک مخته یوسي.»

د هېواد سویلي ولایتونو کي تر ډېره سنتي دودونه حاکم دي، او پدغه ولایتونو کي د نورو ولایتونو په پرتله د ښځو فعالیتونه کم رنګه دي.

صدیقه د خپلو فعالیتونو د دوامداره ساتلو لپاره یې د ټولنې د ناوړه دودونو سره مبارزه کړي ده او غواړي چې د هلمندي مېرمنو په ژوند کې مثبت بدلون راولي

شریک یي کړئ