Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هلمند او میدان وردګو کې د ۱۸ وسله والو نیول کېدل

ملي امنیت ادارې په میدان وردګ او هلمند کې د وسله‎والو طالبانو د ۱۸ غړو له نېول کېدو خبر ور کړی دی.

د ملي امنیت ریاست د خبرپاڼې په خپرولو سره دوشنبې(د وري په ۱۱ مه نېټه) ویلي چې یاد کسان يي د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې نېولي دي.

دغه بنسټ همداراز د کابل په سروبي او خاک جبار ولسوالیو کې هم د افغان ځواکونو د عملیاتو پرمهال د یوه اندازه وسلو له ترلاسه کولو خبر ورکړی دی.

 وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د ملي امنیت ریاست همداراز د کابل په خاک جبار او سروبي ولسوالیو کې د عملیاتو پر مهال د یوه اندازه وسلو له ترلاسه کولو هم خبر ورکړی دی

شریک یي کړئ