Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هلمند کې د افغان ځواکونو دوه قومندانان وژل شوي

د هلمند ولایت یو چارواکی وايي چې د افغان ځواکونو دوه قومندانان د دغه ولایت په نهرسراج ولسوالۍ کې د طالبانو په یوه برید کې وژل شوي او درې تنه نور افغان ځواکونه ټپیان دي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي چې په دغه برید کې د ۲۰۵ میوند قول اردو د ارکان رییس ډګروال محمد ظاهر او د سرحدي ځواکونو د رېیم کنډک قومندان لومړی بریدمن محمد جان خپلواک، په دغه برید کې وژل شوي دي.

د هغه په وینا، دغه نښته تېره شپه د هلمند ولایت د نهر سراج ولسوالۍ په جهانزیب کلي شوې ده.

هغه وویل چې په دغه پېښه کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

بلخوا طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. 

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي چې دغه نښته تېره شپه د هلمند ولایت د نهر سراج ولسوالۍ په جهانزیب کلي شوې ده.

Thumbnail

د هلمند ولایت یو چارواکی وايي چې د افغان ځواکونو دوه قومندانان د دغه ولایت په نهرسراج ولسوالۍ کې د طالبانو په یوه برید کې وژل شوي او درې تنه نور افغان ځواکونه ټپیان دي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي چې په دغه برید کې د ۲۰۵ میوند قول اردو د ارکان رییس ډګروال محمد ظاهر او د سرحدي ځواکونو د رېیم کنډک قومندان لومړی بریدمن محمد جان خپلواک، په دغه برید کې وژل شوي دي.

د هغه په وینا، دغه نښته تېره شپه د هلمند ولایت د نهر سراج ولسوالۍ په جهانزیب کلي شوې ده.

هغه وویل چې په دغه پېښه کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

بلخوا طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه