د هلمند ځايي چارواکي ادعا لري چې په دغه ولایت کې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې، لږ تر لږه ۱۷ طالب جنګیالي وژل شوي دي.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي چې دولتي ځواکونو، په نادعلي ولسوالۍ کې د طالبانو یو پټنځای د هوايي او ځمکې له لارې په نښه کړ.
د هغه په وینا، په دغو عملیاتو کې پنځه تنه طالبان هم ټپيان شوي دي.
ښاغلي ځواک ټینګار وکړ چې د طالبانو یو اندازه وسلې هم د دولتي ځواکونو لاس ته لوېدلي دي.
خو طالبانو په دې اړه تراوسه څه نه دي ویلي.