Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هلمند کې د تېرو ۱۵ کلونو په ترڅ کې د پولیسو ۱۸ زره سرتېري وژل شوي

د هلمند امنیه قومندان آقا نور کېنتوز د چهارشنبې په ورځ(د غوايي په ۶ مه)د یوې خبري غونډې په لړ کې وویل چې په تېرو ۱۵ کلونو کې ۱۸ زره د پولیسو افسران او سرتېري د هلمند د جګړې په ترڅ کې وژل شوي دي.

هغه زیاته کړه چې په دغو جګړو کې په زرګونه درې او سپکې وسلې هم نادرکه شوي دي.

په همدې حال کې ولایتي شورا او د مدني ټولنې غړي دغه شمېرې ټکان ورکوونکې بولي.

ښاغلی کېنتوز زیاتوي چې ترلاسه شوي سندونه يي چې ټول دغه سرتېري له ترهګرو سره د جګړې پر مهال وژل شوي دي.

کېنتوز په ډاګه کړه:«د ۱۵ کلونو په لړ کې د پولیسو ۱۸ زره سرتېري وژل شي دي.موږ د دغو سرتېرو د هر یوه وینې لپاره درناوی کوو.دلته دډېرې مودې لپاره جګړې دوام لرلی دی او موږ همدارنګه له وسله‎والو طالبانو سره ښکېل یوو.»

خو بل لوري د هلمند ولایتي شورا وايي که‎چېرې په یاد ولایت کي د امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلي مخنیوی ونه شي،شونې ده په راتلونکو کلنو کي د امنیتي ځواکونو د مرګژوبلي شمېره نوره هم لوړه شي.

د هلمند د ولایتي شورا غړي کریم اتل ووی:« د هلمند  جګړه د هېواد د جګړې ۴۰ سلنه برخه تشکیل وي، او که چېري په هلمند کي د امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلي مخیني ونه شي ، نورو کلنو کې به دا شمېر نور هم زړه بوږونکی وي.»

همدارنګه په هلمند کي یو شمېر مدني فعالان هم د هلمند پر امنیتي مسؤولینو له نیوکې سره وايي چې د (۱۸زره) ملي پولیسو د وژل کېدو لامل د جګړو نا سم مدریت وو، د دوی په خبره په هلمند کي د جګړي په قربانیانو کي د امنیتي ځواکونو ترڅنګ ډېره برخه يي مُلکي کسان هم دي.

د مدني ټولنې غړی عبدالحق ځواک وویل:« موږ د امنیتي ځواکونو په دومره ډېرو تلفاتو خورا خواشیني یوو، چې د دغه ټولو ځواکونو د وژل کېدو لامل د جګړو د ناسم مدیریت وو، او تر اوسه د ملي اردو د وژل سوو کسانو ارقام نه دی په ډاګه شوي کېدای شي هغوی تر ملي پولیسو ډېره مرګ ژوبله ولري

که څه د هلمند امنیتي مسؤولینو په یوه نیمه لسیزه کي د (۱۸) زره ملي پولیسو د وژل کېدو یادونه وکړه ، خو په یاد ولایت کي د نورو امنیتي ادارو د سرتېرو د وژل سوو کسانو شمېر لا ندی په ډاګه شوی او باورونه دا دي چي په یوه نیمه لسیزه کي د ملي اردو ځواکونه هم ملي پولیسو ته ورته ډېره مرګ ژوبله لري.

شریک یي کړئ