Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هلمند کې د سولې غوښتنې کاروان غونډه؛ له ځنډ پرته دې اوربند وشي

د سولې غوښتنې ولسي حرکت غړي نن شنبې (د چنګاښ په لومړۍ) یو ځل بیا د هلمند په لښکرګاه ښار کې سره راغونډ شوي او له ځنډ پرته اوربند غواړي.

په دغې غونډه کې د هلمند یو ستر شمېر اوسېدونکي سره راټول شوي او د حکومت او طالبانو ترمنځ پر اوربند ټينګار کوي.

د سولې غوښتنې ولسي حرکت مشر اقبال خیبر په دې اړه وویل:«موږ د طالبانو سیمې ته ولاړو؛ درې ساعته مو سره خبرې وکړې، خو له بده مرغه طالبانو په دغه سفر کې اجازه رانه کړه چې د سیمې له خلکو سره ووینو. او موږ هڅه وکړه چې له خلکو سره ووینو؛ خو پوښتنه دلته ده چې طالبانو ولې اجازه رانه کړه؟ طالبان له دې کار سره غواړي څه پټ کړي؟» 

د سوله غوښتونکو د ولسي حرکت غړی عبدالخالق هم څرګنده کړه:«موږ طالبانو ته وایو چې له سولې پرته بله لار نشته. له طالبانو غواړو چې اوربند اعلان کړي او د سولې خبرې اترې چټکې کړي.»

د سولې غوښتنې ولسي حرکت د تېر کال په وري میاشت کې له هغې وروسته رامنځته شو چې د لښکرګاه ښار په یوه لوبغالي کې یوې ترهګریزې پېښې څه باندې شل تنه ووژل.

له هغه مهاله تراوسه د سولې غوښتنې ولسي کاروان غړو، د هېواد څو ولایتونو ته پلی سفر وکړ او د اوربند او د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو د پیل غوښتونکي شول.

د هلمندي سوله غوښتنې حرکت غړي وایي چې هېوادوال له جګړې ستړي شوي دي او د سولې بهیر ګړندي کېدو غوښتونکي دي.

 د یوه قرباني شوي کس مور وايي:«موږ له جګړې ستومانه شوي یوو؛ زموږ اولادونه او یا هم زموږ د کورنۍ غړي په دغو جګړو کې قرباني شوي. موږ سوله غواړو.» 

د هلمندي سوله غوښتونکو دا غونډه په داسې حال کې جوړېږي چې د دې حرکت دیرش غړي د روژې  میاشتې په وروستیو کې موسی کلا ولسوالۍ ته چې د طالبانو تر ولکې لاندې ده ولاړل او د دې حرکت څلورو غړو د طالبانو استازو ته د هېوادوالو د سولې پيغامونه ورسول.
 
شریک یي کړئ