Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هلمند کې د طالبانو د استخباراتو مسوول وژل شوی

په هلمند ولایت کې د ملي پوځ چارواکي وايي چې د هلمند ولایت لپاره د طالبانو د استخباراتو مسوول ملا احمد د دغه ولایت په نوزاد ولسوالۍ کې د ملي پوځ د ځانګړو ځواکونو د هوايي برید په پایله کې وژل شوی دی.

د ملي پوځ د چارواکو په وینا، د طالبانو دغه غړي د ځانمرګو بریدو او چاودنو په پلان او ترسراوي کې لاس درلود.

دغه چارواکي زیاتوي چې په دغه هوايي برید کې چې د چهارشنبې په ورځ (د سلواغې په ۱۷ مه) ترسره شوی او دوه تنه نور طالب اورپکي چې له ملا احمد سره په سفر کې مل وو هم وژل شوي دي.

په هلمند کې د ملي پوځ چارواکي ادعا کوي چې د فبرورۍ له لومړنۍ نېټې تراوسه په دغه ولایت کې ۱۹ طالب اورپکي وژل شوي دي.

خو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. 

شریک یي کړئ