Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هلمند کې د طالبانو له یوې بندخونې ۶۱ تنه ازاد کړل شول

ګمانډويي ځواکونو ۶۱ تنه چې په هلمند ولایت کې د طالبانو په یوه بندخونه کې وو، ازاد کړي دي.

د ملي پوځ د دغو ځواکونو په یوې خبرپاڼه کې چې د جمعې په په ورځ (د زمري په ۱۲ مه) رسنیو ته استول شوی راغلي چې دغه بندیان تېره نیمه شپه د دغه ولایت له کجکي ولسوالۍ څخه ازاد کړل شوي دي.

د دغې خبرپاڼې پر بنسټ، کمانډويي ځواکونو تېره شپه په کجکي ولسوالۍ کې د طالبانو پر بندخونې برید وکړ او د دغې ډلې له جنګیالیو سره ښکېل شول. د خبرپاڼې پر حوالې، په دغې نښته کې دوه طالبان وژل شوي او ۷ تنه نور یې نیول شوي دي.

ویل کېږي چې ازاد کړل شوي بندیان په هلمند کې د ملي پوځ اډې ته استول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره میاشت، د دغه ولایت په موسي کلا ولسوالۍ کې د ملي پوځ ځواکونو په یوه پوځي عملیات کې په ترڅ کې کابو ۵۸ نور بندیان د طالبانو له بندخونې ازاد کړل شوي وو.

شریک یي کړئ