د هلمند کجکي ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو یوه بلاک هاک الوتکه نسکوره شوې ده.
یوه سرچینه وايي یاده چورلکه په داسې حال کې نن(دوشنبې د زمري په ۶مه نېټه) ویشتل شوې چې له کجکي ولسوالۍ یې ټپیان لېږدول.
په همدې حال کې د والي ویاند، عمر ځواک بیا وايي چې چورلکې بېړنۍ ناسته کړې او تر اوسه یې لامل نه دی څرګند.
امنیتي مسوولین وايي سیمه اوس مهال د امنیتي مسوولینو لخوا کلا بنده شوې ده او د پېښې په تړاو څېړنه کوي.
په همدې حال کې دفاع وزارت د اعلامیې په خپرولو سره وايي چې د هلمند کجکي ولسوالۍ کې د بلک هاک چورلکه د تخنیکي ستونزو له کبله نسکوره شوې او په ترڅ کې یې ۵ تنه سورلۍ ټپيان شوي دي.