Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هلمند کې د ملي پوځ یوه چورلکه په توغندي ويشتل شوې

د میوند ۲۱۵ قول اردو وايي چې د ملي پوځ یوه چورلکه، نن غرمه (شنبې د سلواغې په ۵مه) د هلمند په کجکي ولسوالۍ کې د کېناستو پر مهال په توغندي ویشتل شوې او د ملي پوځ څلور سرتېري ټپيان شوي دي.

دغه قول اردو همدارنګه زیاتوي چې دغه چورلکه د ملي ځواکونو د اکمال لپاره په کجکي ولسوالۍ کې کېناسته.

ورته مهال سرچینې وايي چې دغه ملي اردو دغې چورلکې اور اخیستی او څو تنه ټپیان شوي دي.

خو د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي چې دغې چورلکې بیړنۍ ناسته کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې موده مخکې د ملي پوځ یوه چورلکه په پکیتا ولایت کې هم نسکوره شوې وه.  

تراوسه معلومه نه ده چې د ملي پوځ دغه چورلکه د چا او یا کومې ډلې له خوا ویشتل شوې ده.

شریک یي کړئ