د هلمند ځايي چارواکو نن (دوشنبې، د لیندۍ ۱۸مه) وویل چې یوه ځانمرګي بریدګر، له چاودېدونکو ډګ موټر سره یې د دغه ولایت په ناد علي ولسوالۍ کې د ملي پوځ پر پوستې برید.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي چې دغه پېښه نن سهار لس بجې رامنځته شوه او تراوسه د مالي او ځاني زیانونو په اړه کره جزییات په واک کې نشته.
د طالبانو په ګډون تراوسه هېڅ ډلې د دغه برید مسوولیت نه دی منلی.