Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هلمند کې د نه خوړلو اعتصاب پای‎ته ورسید؛ تحصن به دوام لري

په هلمند کې د سولې کاروان فعالانو خپل د نه خوړلو درې ورځنی اعتصاب پای ته ورساوه، خو د سولې غوښتنې دا خوځښت به یې دوام لري.

دا اعتصاب چې د پنجشنبې په ورځ پيل شوی وه، بالاخره بیګا مازیګر(شنبې د وري۱۱مه) د دیني علماو په منځګړتوب پای ته ورسول شو، خو د سولې کاروان فعالان وايي، تر هغې به یې تحصن روان وي چې هلمند کې اوربند نه وي ټینګ شوی.

فعالانو پر دیني علماو غږ کړی چې دې برخه کې یې ملاتړ او ملګرتیا وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د اعتصاب کوونکو شپږو غړو روغتیايي حالت خراب شو او روغتون ته ولېږدول شول.

د سولې غوښتنې کاروان کابو دېرش غړو له هغه ورسته د نه خوړلو په اعتصاب لاس پوري کړ چې د طالبانو له لوري يي د جګړې د اوربند غوښتنه رد شوه.

لس ورځی وړاندې په لښکرګاه ښار کې د یوه ورزشي لوبغالي مخته په موټر بم چاودنه کي ۱۶ کسان ووژل شول او ۵۵نور ټپیان شول، تر یادې پيښې یوه ورځ وروسته یو شمېر ولسي کسانو د یادې پيښې په غبرګون کې د پيښې په ځای کې د تحصن خیمه ودروله او وروسته یو شمېر ښځې او سپین ږیري هم ورسره مله شول.
 
د سولې غوښتنې کاروان کابو دېرش غړو له هغه ورسته د نه خوړلو په اعتصاب لاس پوري کړ چې د طالبانو له لوري يي د جګړې د اوربند غوښتنه رد شوه

شریک یي کړئ