Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هلمند کې د هوايي برید په پایله کې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

نه نایید شوي رپوټونه رسوي چې د افغانستان په سوېلي ولایت هلمند کې د هوايي برید په پایله کې لږ تر لږه ۱۶ ولسي وګړي وژل شوي دي.

د سنګین ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې دغه شپاړس تنه د یوې کورنۍ غړي وو چې په منځ کې یې ماشومانو او ښځې هم وې.

د هلمند والي یاسین خان وايي چې دغه هوايي برید د پنجشنبې په ورځ د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې شوی دی.

د هغه په وینا، په دغه برید کې په دغه برید کې ولسي وګړو ته هم زیان رسېدلی خو هغه د مرګ ژوبلې په اړه کره شمېره نه وړاندې کوي.

هغه زیاته کړه چې په دې اړه څېړنې روانې دي.

حامد کرزي دغه برید د یوې ویناپاڼې په خپرولو سره غندلی، هغه په دغې وینا پاڼه کې ویلي هلمند کې د هوايي برید په پایله کې چې په هغه کې ماشومان او مېرمنو په ګډون ځينو ولسي وګړو ته زیان رسېدلی، باید د خلکو کورنه او کلي بمبارد نه شي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټوېټر پاڼه لیکي چې په دغه برید کې ۱۳ تنه ولسي وګړي وژل شوي دي.

شریک یي کړئ