Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هلمند کې ماین چاودنې د ۸ ملکي کسانو ژوند واخیست

د هلمند په نهرسراج ولسوالی کې ماین چاودنې ۸ تنه ملکي کسانو ووژل او دوه نور یې ټپیان کړل.

د یاد ولایت د امنیه قوماندانی ویاند، زمان همدرد وايي نن سهار (چهارشنبې د وري په ۱۳مه نېټه) هغه مهال شوې ده چې یاد کسان ټونس موټر کې د نهرسراج ولسوالی د "زنبلي" سیمې څخه د ولسوالۍ مرکز ته پر لاره وو چې د موټر یې د سرک غاړې له ماین سره برابر شوی دی.

ښاغلی همدرد زیاتوي چې وژل شوي کسان د یوې کورنۍ غړي دي.

نوموړی زیاتوي چې وژل شویو کسانو کې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي، تر دې دمه یې د شمېر په تړاو کره مالومات نلري.

د پېښې مسوولت چا نه دی منلی، خو حکومت تر ډېره د سرک غاړو ماین چاودنو پړه پر طالبان ور اړوي او وايي چې یاده ډله د افغان ځواکونو د نښه کولو په موخه دا کار کوي او ډېر وخت یې هم قربانیان ملکي کسان وي.

د هلمند امنیتي چارواکي وايي چې وژل شویو کسانو کې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي، تر دې دمه یې د شمېر په تړاو کره مالومات نلري.

شریک یي کړئ