هلمند ولایت کې نن(چهارشنبې د کب۲۳) د موټر بم چاودنې په ترڅ کې دوو تنو د سرحدي ځواکونو غړو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د والي ویاند، عمر ځواک څرګندوي چې په دې پېښه کې دوه تنه نور سرتيري ټپیان دي.
ښاغلی ځواک د وايي چې دغه پېښه نادعلي ولسوالۍ په سید آباد سیمه کې شوې ده.
نوموړی څرګندوي پېښه په داسې حال کې ترسره شوې چې افغان ځواکونو په سیمه کې پوځي عملیات په لاره اچولي وو، او کله چې سره راټول شوي دي دا برید پرې شوی دی.
طالبانو د برید مسوؤلیت پرغاړه اخیستی.