Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هلمند کې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله؛ ګرم څوک دی؟

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د هلمند په سنګین ولسوالۍ پر یوه میله ځای د هاوانونو د لګېدو له امله د ولسي مرګ ژوبلې اصلي عاملین دولتي ځواکونه ګڼي.

د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مرستیال ویلي د دوی موندنې ښيي چې امنیتي سرتېرو په سنګین ولسوالۍ کې د طالبانو د بریدونو په غبرګون کې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ،چې له ډلې د ماشومانو په ګډون ۲۷ کسانو ژوند بایللی او ۳۵ نور ټپیان شوي دي.

د بشري حقونو د خپلواک کمېسیوون مرستیال نعیم نظري په دې اړه وویل:«د افغان پوځيانو له لوري په غبرګون کې دا پېښه رامنځته شوې ده، افغان دولت په دې اړه باید هر اړخیزې او جدي څېړنې پيل کړي.»

یو شمېر هلمندیانو د دوشنبې په ورځ په سنګین ولسوالۍ کې خپله دودیزه میله جوړه کړې وه چې پرې برید وشو.

د مشرانو جرګې غړی حنیف حنفي وايي:«پرماشومانو رحم نه لري، زموږ پر خلکو رحم نه لري، زموږ پرښځو رحم نه لري، په داسې شرایطو کې، دوی د څه لپاره حکومت کوي؟ زه خو نه پوهېږم دا څه ډول حکومت دی.»

خو په هلمند کې د ۲۱۵ میوند قول اردو قومندان وايي، دغه هاوانونه د ملي اردو ځواکونو له لوري نه دي توغول شوي او دوی په دې برخه کې ځواب ورکولو ته چمتو دي.

د ۲۱۵ میوند قول اردو قومندان ولي احمد احمدزی څرګندوي:«هغه پلاوی چې په دې برخه کې ګومارل شوی موږ هغه ته لبیک وایوو، موږ د دغې موضوع د وضاحت لپاره حاضر یوو چې هر چا ته ځواب ووایوو، موږ ملکي مرګ ژوبله په بشپړه توګه ردوو.»

په ورته وخت کې، اروپايي ټولنې په افغانستان کې د اختر په ورځو کې له اور کم وروسته د تاوتریخوالي دوام او ډېرښت اندېښمنونکی بولي. 

د دغې ټولنې په یوې اعلامیې کې خبرداری ورکړ شوی چې، پر افغان ځواکونو د طالبانو د بریدونو دوام د افغانانو تر منځ خبرو ته زیان رسولی شي. 

یونما وايي چې د دوی لومړنۍ او بې پرې موندنې ښيي چې د ملي پوخ له لوري توغول شوي هاوانونه د سنګین په بازار کې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې لامل شوي دي.

یونما وايي چې د څو سرچینو د معلوماتو پر بنسټ، د ملي پوځ ځواکونو د طالبانو د برید په ځواب کې، د هاوانونو پر توغولو لاس پورې کړی دی چې «موخې ته نه دي رسېدلي.»

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه