Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هلمند کې پرله پسې موټر بمونو چاودنې شوې دي

د هلمند ولایت سیمه‎ييز چارواکي وايي چې نن(شنبې د کب۵مه) بېلابېلو موټر بم چاودنو کې درو تنو افغان سرتېرو ژوند له لاسه ورکړی او د ښځو، ماشومانو په ګډون ۱۰ تنه ټپیان دي.

دا چارواکي زیاتوي چې لومړی برید د نادعلي ولسولی د ماتکي په سیمه کي د ملي اردو پر یو کمپ موټر بم برید تر سره سوی چي دوه سرتيرو ژوند له لاسه ورکړ او دوه تنه نور ټپيان شول.

همداراز دوهم موټر بم برید د لښکرګاه ښار د دوهمي امنیتي حوزي اړوند د کارته لګان په سیمه کي تر سره سوی چي یو افغان سرتېري ژوند له لاسه ورکړی او بل سرتېرۍ د ښځو او ماشومانو په ګډون ۹ تنه ټپیان دي.

دوهم موټر بم برید تر لومړي موتر بم بردیو کابو دري ساعته وروسته د لښکرګاه ښار د دوهمي امنیتي حوزي اړوند د کارته لګان په سیمه کي د ملي امنیت پر یوه حوزه د یو مازدا ډوله موټر په واسطه تر سره شوی.

د پېښې شاهد، علي شاه وايي:«سهار کور ته مي راتلم د کور مخي ته ولاړ وم چي یو دود پورته سو او ورسته چاودنه تر سره سوه هیڅ په ځان نه یم پوه سوی ورسته چي پوه سوم خلګ ټپیان سوي وه چي دتله ټوله کورونه دي په کورونو کي ښځي او ماشومان ټپیان سوي دي او کوم څوک وژل سوی نه دی.»

بل شاهد، نعمت څرګندوي:«داسي کړني او بریدونه د ملکي کسانو دښمنان تر سره کوي او دوی نه غواړي چي موږ سوله ایز او ارام ژوند ولرو.»

د هلمند سیمه‎ییز چارواکي وايي په دوهم موټر بم برید کي  یو سرتیري وژل سوی او د یوه امنیتي کس ښځو او ماشومانو په ګډون نهه کسان ټپیان سوي دي .

د هلمند والي ویاند، عمر ځواک څرګندوي:«په ډیری خواشیني سره نن دوه موټر بم بریدونه یو د نادعلي په ماتکي سیمه کي او یو هم په لښکرګاه ښار کي تر سره سوی دی دري نظامي کسان چي مړ او دوه نور ټپیان دي په دواړو پیښو کي او په دوهمه پيښه کي اته کسان چي ښځي او ماشومان پکي شامل دي ټول ملکي کسان دي ټپيان سوي دي.»

د برید مسوؤلیت وسله‎والو طالبانو پرغاړه اخیستی دی. 
 
په هلمند ولایت کې دوو پېلابېلو موټر بم چاودنو کې درې تنو افغان سرتېرو ژوند له لاسه ورکړی او یو شمېر د ملکي کسانو په ګډون ټپیان دي

شریک یي کړئ