Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هلمند کې پر ملکي تلفاتو یوناما اندېښنه ښوودلې

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر یوناما؛ په هلمند کې د وروستیو هوايي بریدونو په پایله کې پر ملکي مرګ‌ژوبله خواشيني ښکاره کړې ده. 

له دې دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې وروستیو کې یوازې په هلمند کې د هوايي بریدونو په پایله کې لږ تر لږه ۲۵ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي. 

د یوناما په قول دا بریدونه په ګرمسېر او نادعلي ولسوالیو کې شوي دي، خو زیاتوي چې د جګړې دواړه اړخونه باید د ملکي تلفاتو په مخنیوي کې جدي پام وکړي. 

تېره ورځ په هلمند کې د بشري حقونو د ساحوي دفتر مشر مقیم عقیل‌زی وویل: «په هلمند کې په تېرو اتو میاشتو کې شاوخوا ۱۹۵۰ تنو ته مرګ‌ژوبله اوښتې چې ۶۲ تنه پکې وژل شوي او پاتې ټپیان دي.»

دوه ورځې وړاندې ګډو ځواکونو د هلمند په ګرمسېر کې هوايي برید وکړ، چې پکې ګڼو ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله واوښته. 

د هلمند مرکزي روغتون ته د سوځېدلي ټپي راوړل شوي ماشوم، ماما وویل، د کورنۍ ټول غړي يې او خپلوان يې وژل شوي چې شمېر يې تر ۳۰ تنو رسېږي.

د دې ماشوم ماما محمد الله د طلوع‌‌نیوز ځايي همکار ته وویل، چې کورته يې نږدې د طالبانو موټر راغلی و، چې په هوايي برید کې دغه کور په نښه شو. 

هغه وویل: «د شپې نهه بجې وې، چې بمبار وشو، کور ته نږدې د طالبانو یو موټر راغلی و، بیا برید پرې وشو او په دې کور کې ۳۰ تنه ښځې او ماشومان ووژل شول، یوازې دغه ماشوم ژوندی پاتې شوی دی، هغه هم ټپي دی.»

د ټپي ماشوم بل خپلوان احمدالله وايي، دې کور کې د کور خلک او څو تنه راغلي مېلمانه ټول وژل شوي دي: «دې کورته نور مېلمانه هم راغلي و، نهه بجې به وې، چې بمبار پرې وشو او ټوله کورنۍ يې تبا شوه ټول ووژل شول.»

د ملي دفاع وزارت هم په یاده سیمه کې د ملکي مرګ‌ژوبلې پخلی کوي خو وايي چې طالبان د خلکو له کورونو د سنګر په توګه کار اخلي، د دې وزارت ویاند غفور احمد جاوید وویل: «د دې پېښې د پلټنې لپاره پلاوی ټاکل شوی دی، هر اړخیزه به يې څېړي، چې پلټنې بشپړې شوې له تاسې سره به يې شریکې کړو.»

د روانې اوونۍ په پیل کې (یک‌شنبه، د لېندۍ ۴مه) هم د هلمند ځايي چارواکو په هوايي برید کې د ۱۶ تنو ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې خبر ورکړ. 

پېښه د نادعلي ولسوالۍ په لوی مانده سیمه کې وشوه چې یو کور پکې بشپړ ویجاړ شو. 

 د والي ویاند عمر ځواک ويلي و، په پېښه کې د یوې کورنۍ د ماشومانو او مېرمنو په ګډون ۱۴ تنه ټپیان شوي او دوه نور وژل شوي دي. 

په هلمند کې مدني فعال اختر محمد عابدزي پر حکومت غږ وکړ، چې د ملکي مرګ‌ژوبلې مخه دې ونیسي، کنه دوی به د بهرنیانو پر ضد ودرېږي. 

هغه وویل: «ودونه دوی بمباروي، سرحدي پولیس دوی بمباروي، د خلکو کورونه دوی بمباروي، زموږ له خپل دولته جدي غوښتنه دا ده چې د دې مخه ونیسي، که يې دولت نه شي نیولی، موږ مجبور یو، چې ډانګ پسې په اوږه کړو او د دې امریکایانو مخه ونیسو.»

د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون د راپور له مخې د روان لمریز کاله له لومړیو د وږي میاشتې تر وروستیو پورې په ټول هېواد کې د مېرمنو او ماشومانو په ګډون ۵۹۸۶ تنو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.
 
یوناما وايي بریدونه په ګرمسېر او نادعلي ولسوالیو کې شوي دي، خو زیاتوي چې د جګړې دواړه اړخونه باید د ملکي تلفاتو په مخنیوي کې جدي پام وکړي. 

شریک یي کړئ