Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هلمند کې ځانمرګي برید کې دوو سرتېرو ژوند له لاسه ورکړ

د هلمند ولایت سیمه‎ييز چارواکي نن(یک‎‎شنبې د غبرګولي۶مه) تائیدوي چې د ځانمرګي برید په پایله کې دوو افغان سرتېرو ژوند له لاسه ورکړی دی.

دا چارواکي زیاتوي چې په دې پېښه کې څلور نور سرتېري ټپيان دي.

د هلمند د والي ویاند، عمرځواک د دې خبر په تائید سره وايي چې پېښه نن سهار کابو اووه بجې د نادعلي ولسوالۍ په څلورلارې کې هغه مهال شوې چې یوه ځانمرګي بریدګر له چاودېدونکو توکو ډک موتر ته د ملي اردو د یوه کنډک مخې ته چاودنه ورکړې ده.

یو شمېر سرچینې وايي چې په دې پېښه کې ۱۶ سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

طالبانو د دې برید مسوؤلیت پر غاړه اخیستی دی.

د هلمند ولایت سیمه‎ييز چارواکي وايي چې په دې ولایت کې د ځان‎مرګي برید په پایله کې دوو د ملي اردو سرتېرو ژوند له لاسه ورکړی دی

Thumbnail

د هلمند ولایت سیمه‎ييز چارواکي نن(یک‎‎شنبې د غبرګولي۶مه) تائیدوي چې د ځانمرګي برید په پایله کې دوو افغان سرتېرو ژوند له لاسه ورکړی دی.

دا چارواکي زیاتوي چې په دې پېښه کې څلور نور سرتېري ټپيان دي.

د هلمند د والي ویاند، عمرځواک د دې خبر په تائید سره وايي چې پېښه نن سهار کابو اووه بجې د نادعلي ولسوالۍ په څلورلارې کې هغه مهال شوې چې یوه ځانمرګي بریدګر له چاودېدونکو توکو ډک موتر ته د ملي اردو د یوه کنډک مخې ته چاودنه ورکړې ده.

یو شمېر سرچینې وايي چې په دې پېښه کې ۱۶ سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

طالبانو د دې برید مسوؤلیت پر غاړه اخیستی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه