Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هلمند کې یوه ځانمرګي برید ۶ تنه امنیتي ځواکونه ټپيان کړي

د هلمند ځايي چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د یوه ځانمرګي برید په ترڅ کې، څلور تنه د ملي پوځ او دوه تنه د پولیسو سرتېري وژل شوي دي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي چې ځانمرګی بریدګر چې په موټر کې سپور وه، نن له غرمې مخکې، خپلو چادوېدونکو توکو ته یې د دغه ولایت د نادعلي ولسوالۍ د پوځي اډې په مخکې وچاودول.

ښاغلی ځواک وايي له دې وړاندې چې ځانمرګی بریدګر اډې ته ننوځي د امنیتي ځواکونو له خوا وپېژندل شوی وه. هغه وايي له هغې سره چې امنیتي ځواکونو پر ځانمرګي بریدګر ډزې وکړې، خو هغه بریالی شو چې خپلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړي.

طالبانو د دغه برید مسوولیت په غاړه اخیستی دی.

په هلمند کې ځايي چارواکي وايي چې ځانمرګي بریدګر د امنیتي ځواکونو اډې ته له ننوتو مخکې پېژندل شوی وه، خو هغه بریالی شو چې خپلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړي.

شریک یي کړئ