د هلمند د نهر سراج ولسوالۍ په بازار کې یوې چاودنې، لږ تر لږه شپږ تنه وژلي چې په وژل شويو کسانو کې څلور پولس او دوه ولسي وګړي دي. او د دغې پېښه کې دوه تنه پولیس هم ټپيان شوي دي.
د هلمند ولایت د رسنیو دفتر وايي چې دغه پېښه نن شپه اته بجې (شنبې د سلواغې په ۱۹مه) هغه مهال رامنځته شوې چې له چاودېدونکو توکو ډک یو هاموې ډوله موټر د نهر سراج ولسوالۍ په باراز کې د پولیسو یوه پوسته په نښه کړه.
تراوسه هېڅ ډلې د دغې پېښې مسوولیت نه دی منلی.