د هلمند ولایت په موسیکلا ولسوالۍ کې ۱۴ ملکي کسانو ژوند له لاسه ورکړی او درې نور ټپيان دي.
د راپورونو له مخې یاد شمېر کسان تېره شپه(یکشنبې د وږي په ۳۱ نېټه) د افغان ځواکونو پوځي عملیاتو په ترڅ کې وژل شوي او ټپيان دي.
د موسی کلا ولسوالۍ د دینور ژرندې سیمې اوسېدونکي چې ټپيان یې د لښکرګاه ښار ته لېږدولي وايي، وژل شوي او ټپيان د واده د نکریزو له مراسمو د کورونو پر خوا روان وو چې برید پرې شوی دي.
په همدې حال کې د هلمند د والي ویاند وايي چې افغان ځواکونه په موسی کلا ولسوالۍ کې پر شپنیو عملیاتو بوخت وو او ملکي کسانو ته د طالبانو د وسلو د یوې زېرمې له چاودو مرګ ژوبله اوښتې، خو طالبان دا ادعاوې ردوي.
د هلمند ولایت سیمهییز چارواکي همداراز وايي د دغو پوځي عملیاتو په ترڅ کې د القاعدې پنځه غړي وژل شوي او د دغه ډلې درې ښځينه غړې چې په انګلیسي او اردو خبرې کوي، نیول شوې دي.
همداراز د هېواد دفاع وزارت وايي افغان ځواکونو د پوځي عملیاتو په ترڅ کې ۲۲ بهرني طالبان وژلي او ۱۴ نور یې نیولي دي.
خبرپاڼه زیاتوي چې د افغان ځواکونو پوځي عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو د وسلو یوه لویه زېرمه هم له منځه وړل شوې ده.