Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هندوان او سیکان په ولسي جرګې کې څوکۍ غواړي

په هیواد کې د هندوانو او سیکانو مرکزي شورا او د مدني ټولنو ادارې افغان حکومت او ملي شورا د اساسي قانون په نقض کولو تورنوي.

دوی ټینګار کوي په داسې حال کې د ټاکنو قانون په مسوده کې د هندوانو او سیکانو لپاره په ولسي جرګه کې یوه څوکۍ په پام کې نیول شوې وه، خو ملي شورا دغه ماده د ټاکنو له قانون څخه حذف کړه.

بلخوا د دغې شورا مرستیال وایي په داسې حال کې چې د ټاکنو خپلواک کمیسون د غړیتوب لپاره یې کاندید معرفي کړی و، خو ولسمشر د دوی غوښتنې ته پاملرنه نه ده کړې.

په هیواد کې د هندوانو او سیکانو مرکزي شورا وایي چې حکومت او ملي شورا تل د دوی له حقونو سترګې پټې کړې او د دوی قانوني غوښتنو ته هیڅ پاملرنه نه ده شوې.

دغه شورا ټینګار کوي په داسې حال کې د اساسي قانون په دوه ویشتمه ماده کې ویل شوې د هیواد د وګړو تر منځ هر ډول تبعیض او امتیاز منع دی، خو داسې ښکاري چې دغه ماده د حکومت او ملي شورا لخوا نقض شوې او په ملي شورا او د ټاکنو په خپلواک کمیسون کې ورته هیڅ چوکۍ نه ده ځانګړې شوې.

د افغانستان د هندوانو او سیکانو د سراسري شورا مرستیال، راویل سینګ وایي: «په داسې حال کې چې د ټاکنو په خپلواک کمیسون کې د هندوانو لپاره یوه چوکۍ ځانګړې شوې وه، خو دغه ماده د ملي شورا لخوا حذف او هندوانو ته کوم امتیاز نه دی وکړل شوی، اوس هم د ټاکنو خپلواک کمیسون د غړیتوب لپاره د هندوانو یو استازی معرفي شوی و، خو ولسمشر دې موضوع ته هیڅ پام نه دی کړی.»

د افغانستان د سولې کلي د ادارې مشر، احمد شاه ستانکزی وایي: «هندوان خو څه د هند او پاکستان مهاجرین نه دي، دوی د همدې خاورې دي او د ولسواکۍ په تامینولو کې یې رول لرلی دی، که چیرې د دوی غوښتنو ته لاسرسۍ نه کیږي، نو دوی چیرې لاړ شي.»

له بلې خوا د مدني ټولنې يو شمير ادارې له دغې شورا په ملاتړ سره وايي بايد د هيواد د هندوانو حقونه ورته ورکړل شي.

د مدني ټولنې یو غړی، اجمل بلوچ زاده وایي: «هندوان د قانون په اساس له حکومت او ملي شورا څخه د خپلو حقونو غوښتنه کولی شي، خو داسې ښکاري حکومت اساسي قانون نقض کړی او د هندوانو غوښتنو نه یې سترګې پټې کړې دي.»

د هيواد د هندوانو او سيکانو مرکزي شورا ټينګار کوي په داسې حال کې چې په پخوا وختونو کې په هيواد کې د هندوانو په زرګونو کورنيو ژوند کاوه د هغوي ټولو امتيازاتو ته درناوی کيده خو اوس چې دغه شمير کابو اوه سوه کورنيو ته رسيږي د هغوي غوښتنو ته بې پامي کيږي.

په هیواد کې د هندوانو او سیکانو مرکزي شورا او د مدني ټولنو ادارې افغان حکومت او ملي شورا د اساسي ق

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه