Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هندي افغانان هم په ولسي جرګه کې څوکۍ لرلی شي

ولسمشر حامد کرزي داسې یو تقنیني فرمان صادر کړی چې پر اساس یې په ولسي جرګه کې یوه څوکې هندوانو او سیکانو ته ځانګړې شي.

ددغه فرمان له مخې به د ولسی جرګې د څوکیو شمیر له ۲۴۹ څخه ۲۵۰ ته زیات شي. دغه فرمان به د ولسی جرګې د کار له پیل سره د خلکو د استازو لخوا تر غور لاندې ونیول شي.
اخوا، یو شمیر هندو افغانانو د ولسمشر حامد کرزی د دغه فرمان هرکلۍ وکړ.

د ولسمشر کرزي د تقنيني فرمان له مخې چې په دې وروستيو کې يې صادر کړی د هيواد هندوان به په ولسي جرګه کې يوه چوکۍ ولري، البته که ولسي جرګه دا ځل د هيواد د هندوانو لپاره د چوکۍ لرل ومني.

ولسمشر کرزي په دې فرمان کې د عدليې وزير او په پارلماني چارو کې د دولت وزير ته حکم کړی چې د هغه دا فرمان د تصويب لپاره د ولسي جرګې لومړۍ غونډې ته وړاندې کړي.
د ولسمشر کرزي دا فرمان د مدني ټولنې د ادارو له هرکلي سره مخامخ شوی دی.

د مدني ټولنې یو فعال، میر احمد جوینده وايي: «که چیرې د اقلیتونو حقونه تضمین شي او په سیاسي بهیر کې ونډه ورکړل شي، دا به د سولې په ټینګښت کې مرسته وکړي.»

د هيواد هندوان په دې خوښ دي چې په ولسي جرګه کې يوه چوکۍ ولري خو دا بسندويه نه ګڼي او وايي حکومت بايد هندوانو ته هم پاملرنه وکړي.

د کابل ښار یو اوسیدونکی، رندر سنګ وايي: «موږ ددغه خبر په اوریدو سره ډیر خوشاله شوو، ځکه موږ اوس کولی شو چې په ولسي جرګې کې یو استازی ولرو، خو هندوان لا هم ډیرې ستونزې ګالي په ځانګړې توګه د خپلو مړو د سوځونې او ماشومانو د روزنې لپاره ځای نه لري.»

په اوسني وخت کې له دوو تر درې زره هندوان په هيواد کې اوسيږي. د ولسمشر کرزي د تقنيني فرمان له مخې هندوان کولاي شي په يوه ټاکنيزه حوزه کې د ټاکنو له لارې په ولسي جرګه کې يو استازی ولري.

ولسمشر حامد کرزي داسې یو تقنیني فرمان صادر کړی چې پر اساس یې په ولسي جرګه کې یوه څوکې هندوانو او س

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه