Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هند افغانستان ته څلور نورې جنګي چورلکې ورکوي

په هند کې د افغانستان سفیر، شیدا محمد ابدالي وايي چې نوي ډهلي له بلاروس سره داسې یو تړون لاسلیک کړی چې د هغې پر بنسټ به څلور (مې ۲۴) جنګي چورلکې د افغان هوايي ځواکونو په واک کې ورکړي. 

یوه هندي ورځپاڼه په هند کې د افغانستان د سفیر شیدا محمد ابدالي له خولې وايي چې دغه تړون نیږدې یوه میاشت مخکې د هند، افغانستان او بلاروس د استازو ترمنځ لاسلیک شوی دی. 

په نوي ډهلي کې افغان سفیر ویلي چې دغه چورلکې نوې نه دي، بلکې ترې کار اخیستل شوی دي او د هغوی پرزې او وسایل به یې نوي کیږي.

ښاغلي ابدالي زیاته کړه چې افغانستان ته د دغه چورلکو د لیږد بهیر به په راتلونکو څلورو میاشتو کې پيل شي. 

هند له دې مخکې هم  د څلورو جنګي چورلکو مرسته له افغان هوايي ځواکونو سره کړې وه.

سره له دې چې هند مخکې له دې هم افغانستان ته څلور جنګي الوتکې ورکړې وې، او اوس مهال هند کې افغان سفیر یوې مرکې کې ویلي چې څلور نورې به هم لنډ وخت کې ورکړي

شریک یي کړئ