Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هند او امریکا له ترهګرو سره د پاکستان مبارزه غواړي

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر، مایک پومپیو او په بهرنیو چارو کې د دولت وزیر، ویجي ګوکالي سره په لیدنه کې ویلي چې هېواد یې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د هند له خلکو سره ولاړ دی.

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه کې راغلي دی چې هند او امریکا د بهرنیو چارو وزارتونو چارواکو تېره ورځ(دوشنبې د کب په ۲۰مه نېټه) سره لیدلي دی.

خبرپاڼه کې همداراز راغلي:«د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د هند د بهرنیو چارو وزارت مرستیال، ویجي ګوکالي سره په لیدنه کې کشمیر کې وروستیو بریدونو کې د ښکېلو کسانو د قانون منګولو ته د سپارلو پر اهمیت ټینګار کړی او له پاکستان نه یې غوښتنه کړې چې د هغو ترهګرو پر وړاندې جدي اقدام وکړي چې د دوی له خاورې فعالیت کوي.»

خبرپاڼه کې راغلي دي چې دواړو لورو د همکاریو زیاتوالي په ځانګړې توګه له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

په دې لیدنه کې دواړو لورو د دفاعي، اقتصادي، سوداګریو اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د فبروري میاشتې په ۲۶مه د هند جنګي الوتکو د پاکستان په خاوره کې د جیش محمد ترهګرې ډلې پر پټنځایونو بریدونه وکړل.

هند دا برید وروسته له هغې وکړ چې هندي کشمیر کې په یوه برید کې ۴۴ هندی سرتېري ووژل شول.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر او په بهرنیو چارو کې د هند د دولت وزیر په لیدنه کې دواړه لورو د هند او پاکستان پر اړیکو هم خبرې کړې دي

شریک یي کړئ