Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هند د پاکستان په خاوره کې د ګڼ شمېر ترهګرو د وژلو ادعا کوي

د هند بهرنیو چارو وزارت ادعا کوي چې پاکستان کې د هوايي برید په پایله کې ګڼ شمېر ترهګر وژلي دي.

د راپورونو له مخې سې‎شنبې(د کب په ۷مه نېټه) سهار ۱۲ هندي جنګي الوتکو د خیبر پښتونخوا په "بالاکوټ" سیمه کې یې د "جیش محمد" ډلې پټنځایونه په نښته کړي دي.

هند وايي د دې پټنځایونو مشري د جیش محمد ډلې د مشر، مسعود اظهر لخوا کېده.

په بهرنیو چارو کې د هند د دولت وزیر، ویچي ګوکالي وايي:«د استخباراتي مالوماتو پر اساس هند په بالاکوټ کې د جیش محمد لوی روزنیز مرکز په نښه کړ. په دې برید کې لوی شمېر ترهګر، روزونکي يې، لوړپوړي قومندانان یې له منځه ولاړل.»

په همدې حال کې پاکستان بیا د هند ادعاوې ردوي او وايي هندي الوتکې د پاکستانیو الوتکو تر پورته کېدو وروسته وتښتېدې او یوازې په یوې شاړې سیمې کې یې څو توغندي وتوغول چې مرګ ژوبله یې نه درلوده.

د پاکستان پوځ ویاند، آصف غفور وايي:«هندي جنګي الوتکې د پولې پر لیکه څو توغندي وتوغول، سیمه کې څوک نه وو، او کله چې پاکستانۍ الوتکې پورته شوې، نو هندي الوتکې ولاړې.»

هند د دې هېواد اړوند کشمیر کې یوه برید کې د ۴۴ هندي سرتېرو تر وژل کېدو دوې اوونۍ وروسته پر پاکستان د برید ادعاوې کوي.

په همدې حال کې پاکستان بیا د هند ادعاوې ردوي او وايي هندي الوتکې د پاکستانیو الوتکو تر پورته کېدو وروسته له سیمې ولاړې

شریک یي کړئ