Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هند کې د پارلماني ټاکنو رای شمېرنه پیل شوه

هند کې د پارلماني ټاکنو د رایو شمېرنه(پنج‎شنبې د غبرګولي په ۲مه نېټه) پیل شوه.

د رای شمېرنې لومړنۍ پایلې ښیې چې د د یاد هېواد د اوسنۍ لومړۍ وزیر، نرندرا مودي ګوند(بهارتیا جاناتا) له خپلو سیالانو مخکې دی.

د راپورونو تر اوسه پایلې ښیې چې بهارتیا جاناتا ۳۳۹ او سیالې ډلې یو پی اې چې د کانګرس او نورو ګوندونو ډله ده ۲۰۳ څوکۍ خپلې کړې دي او همداراز نورو ګوندونو هم ۱۰۴ څوکي ترلاسه کړې دي.

مخکې له دې په ۲۰۱۴ زیږدیز کال کې د مودي پلویانو په ټاکنو کې ۳۳۶ څوکۍ خپلې کړې وې.

د شمېر شویو رایو پایلې د رای شمېرنې له مرکزونو علانیږي.

د رای شمېرنې پایلې د ورځې ترپایه پورې د بدلون په حال کې ده، ټاکل شوې عمومي پایلې په رسمي توګه تر ماښامه اعلان شي.

د هند د قانون له مخې هر یو ګوند چې کابو ۲۷۲ څوکۍ په پارلمان کې خپلې کړې، کولی شي حکومت جوړ کړي.

هند د پارلماني سراسري ټاکنو کې، ۹۰۰ مېلیونه تنه د رایې ورکړې پر شرایطو برابر وو.

د راپورونو تر اوسه پایلې ښیې چې بهارتیا جاناتا ۳۳۹ او سیالې ډلې یو پی اې چې د کانګرس او نورو ګوندونو ډله ده ۲۰۳ څوکۍ خپلې کړې دي

شریک یي کړئ