Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هوايي برید کې د مُلکیانو د وژلو په هکله د فراه خلکو د استازو ادعا

د فراه ځینې استازي ادعا کوي چې په دغه ولایت کې د هوايي برید په پایله کې پنځه تنه ولسي وګړي وژل شوي دي.

د دغو استازو په وینا، دغه پنځه تنه ولسي وګړي، سوداګر وو او تېره ورځ (شنبې د سلواغې په ۱۹مه) هغه مهال په نښه شول چې له فراه ښار څخه د ابونصر فراهي بندر په لور روان وو.

په ولسي جرګه کې د فراه د خلکو استازی عبدالغفار ارمان په دې اړه وايي:«دلته والي لومړی درجه مسوول دی... والي باید د دې ځواب ورکړي چې دوی چا وژلي او د چا په فرمایش وژل شوي دي؟»
 
تراوسه څرګنده نه ده چې دغه هوايي برید د کومو ځواکونو له خوا شوي. ملي دفاع وزارت او نړیوالو ځواکونو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

خو د فراه والي مسعود بختور وايي چې دغه پېښه څېړي:«موږ په دې اړه یو کمېسیون ګومارلی چې څېړنه وکړي او موندنې یې د ولایت له مقام سره شریکې کړي او موږ به په دې اړه جدي اقدام وکړو.»

د بشري حقونو دفاع کوونکي بنسټونه دا بریدونه غندي او د دغو بریدونو د درېدو غوښتنه کوي.

د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون ویاند ذبیح الله فرهنګ څرګنده کړه:«د جګړې له ټولو ښکېلو لورو د نړیوالو بشرپاله حقونو او د افغانستان اساسي قانون ته د درناوي غوښتونکي یوو. د بشري حقونو نړیواله اعلامیه په ټولو موردونو کې د دې ټینګار کوي چې ملکي کسان دې له پوځي موخو لیرې وساتل شي.»

د بښنې د نړیوال سازمان څېړونکی زمان سلطاني وايي:«له بده مرغه موږ د افغانستان د جګړې د ملکي قربانیانو لپاره د هېڅ مناسبې رسېده ګۍ شاهد نه یوو. او همدارنګه هغه کسان چې مُلکیانو ته د مرګ ژوبلې د اړولو لامل شوي د ځواب وینې شاهد نه یوو.»

بل خوا د امریکایي ځواکونو هغه پلاوی چې د شنبې پر ورځ کندوز ته تللی دی او د هوايي برید له یوې قربانۍ کورنۍ سره یې لیدلي دي؛ د هغه برید له کولو یې بښنه غوښتې چې د دوو مېرمنو او یوه ماشوم په ګډون پنځه تنه په کې وژل شوي وو.

د کندوز د والي ویاند عصمت الله مرادي څرګندوي:«د بهرنیو ځواکونو د ځانګړو عملیاتو قومندان له یوه پلاوي سره راغلي وو. په دشت ارچي ولسوالۍ کې هغوی د پنځو ولسي وګړو د شهیدېدو په هکله د هغوی له کورنۍ بښنه وغوښتله او هغوی ته یې ډاډ ورکړ چې دغه هوايي بریدونه به په جدي توګه وڅېړي.» 

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون هم د دولتي او امریکایي ځواکونو په هوایي بریدونو کې د ملکي وګړو پر مرګ ژوبلې اندېښمن دی او وایي چې د تېر پرتله د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې شمېر زیات شوی دی.

شریک یي کړئ