Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

"هیله ده چې د افغانستان ولسمشرۍ ټاکنو پایلې ژر تر ژره اعلان شي"

جرمني هېواد هیله لري چې د افغانستان د ترسره شویو ولسمشریزو ټاکنو پاېلې ژر تر ژره اعلان شي.
 
د المان د دفاع وزیره په کابل کې له ولسمشر غني سره په یوه خبرې غونډه کې پر دې ټېنګار کړی چې برلین سولې ته د رسېدو په برخه کې له افغانستان سره مرسته کوي. 

له دې سره هم مهاله ولسمشر غني په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو په برخه کې د المان رول مهم او اغېزناک یادوي. 

د جرمني د دفاع وزیره په کابل کې له ولسمشر غني سره په خبري ناسته کې وایي تمه لري د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو پایلې ژرتر ژره اعلان شي.

د جرمني د دفاع وزیره کرامپ کارنباور:«موږ هیله من یوو هغه ازادې ټاکنې چې وشوې، پایلې یې ډېر ژر اعلان شي، ټول لوري یې پایلې ومني او یو پياوړی حکومت جوړ شي ترڅو د سولې خبرې وشي.»

له بلخوا ولسمشر غني له افغانستان سره د جرمني د مرستو په ستایلو سره وايي دغه هېواد د سولې په بهیر کې رغنده رول لوبولی دي.

ولسمشرمحمد اشرف غني په دې اړه څرګنده کړه:«موږ د افغانستان پر بېلابېلو اړخونو خبرې وکړې او د باعزته سولې پر راتلو ستاستو ټینګار، چې المان د مفاهمې د رامنځته کولو لپاره د لومړني زمینه برابرونکی ونډه لوبولې ده.»

د جرمني د دفاع وزیره کرامپ کارنباور زیاته کړه:«موږ یو ګد هدف لرو او هغه دا دی چې افغانان په نږدې راتلونکي کې په یوه امن چاپېریال کې ژوند وکړي او موږ یو بل ته لاسونه سره وکړو او همکاري وکړو.»

د جرمني دفاع وزیره تېره ورځ مزارشریف ته په سفر کې وویل دا هېواد په افغانستان کې د خپلو زرو پوځیانو د ماموریت غځولو ته چمتو دی.

جرمني له افغانستان سره یو له هغو مرستندویه هېوادونو څخه دی چې په وروستیو کلونو کې یې له افغانستان سره د اوه مېلیارد ډالرو مرستې ترڅنګ د سولې په بهیر کې رغنده رول لوبولای دی.

د المان د دفاع وزیر په کابل کې له ولسمشر غني سره په یوه خبرې غونډه کې پر دې ټېنګار کړی چې برلین سولې ته د رسېدو په برخه کې له افغانستان سره مرسته کوي. 

شریک یي کړئ