Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هېوادوال: امنیتي تړون کابل کې د جرمونو په مخنیوي کې اغېزمن نه و

ځينې هېوادوال وايي د دې سربېره چې کورنیو چارو وزارت په پلازمېنه کې د جنايي جرمونو د کموالي په پار امنیتي تړون له پلي کېدو خبر ورکړی، خو لاهم وسله والې غلاوې، هدفي وژنې له هېوادوالو قرباني اخلي.

هغوی وايي چې د دغې طرحې له عملي کېدو سره نه دا چې جرمونه کم شوي نه دي بلکې د پلازمېنې په ډېریو ځایونو کې جرمونه زیات شوي دي.

د کابل اوسېدونکی ګلبدین وايي:«غله یو وژني او پیسې یې اخلي. د خلکو کور ته ننوځي او پیسې پټوي. پر سړک خلک دروي، پیسې یې اخلي. دا ټول په حکومت پورې اړه لري او حکومت پاملرنه نه کوي.»

د کابل اوسېدونکی فهیم آرمان هم وویل:«د شپې له اتو وروسته څوک نه شي کولای له کوره بهر شي. د خطر احساس کوي. جنايي جرمونه زښته زیات شوي دي.»

حکومت درې اوونۍ مخکې اعلان وکړ چې د جنايي جرمونو د ولې د وچولو او د ترهګریزو بریدونو د مخنیوي په موخه د «له جرمونو او جنایت سره د مبارزې لپاره د خلکو سمبالتیا - امنیتي تړون» تر نامه لاندې پروګرام عملي کېدل پيل کړل.

بل خوا د کورنیو چارو وزارت وایي چې په وروستیو درېیو اوونیو کې دولتي ځواکونو د خلکو په همکارۍ د جنایي جرمونو سلګونه تنه عاملان په ګوته کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین په دې اړه زیاتوي:«په تېرو ۲۱ ورځو کې، د امنیتي تړون له تطبیق څخه زموږ موندنې د دې ښودنه کوي چې د جرمونو د پام وړ سلنه راټيټه شوې ده، خو د قناعت وړ نه ده.»

د کورنیو چارو وزارت تر دې وړ اندې ویلي دي چې د کابل د امنیت د ټينګښت لپاره د دولتي ځواکونو او هېوادوالو یووالی د امنیتي میثاق د طرحې بنسټیزه برخه ده او د دې طرحې د پلې کېدو د پایلو له معلومېدو وروسته به دا طرحه په نورو ولایتونو لکه هرات، تخار او لغمان کې هم عملي شي.

د کابل پخوانۍ امنیه قومندان داوود امین هم وايي:«پولیس پرېږدئ چې خپل کار وکړي... په پولیسو کې هم ډېره لاسوهنه شتون لري، دا د پولیسو په کار کې د کمزورتیا لامل کېږي.»

د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې د امنیتي میثاق د طرحې له مخې هغه سیمې چې په کابل کې جنایي پېښو له اړخه ډېرې زیانمنې دي؛ په ګوته شوي دي او دغه راز د کابل د ولسوالیو د امنیت د ټينګښت د هغو ولسوالیو له ګواښونو سره مخ لارې په ګوته شوي دي چې طالبان ترې کار اخلي.

شریک یي کړئ